پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه د پراختیا په لور روان دي

په پاکستان کې د دغه هېواد مذهبي ګروپونو د چارشنبې له ورځې راهیسې، چې سترې محکمې یې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد رسول الله (ص) په شان کې سپکاوي کوونکې، آسیه بي بي، نومې ښځې ته برأت ورکړ، لاریونونه پیل شوي دي.

د يو شمېر ګوندونو مشرانو اعلان کړی، چې دوی به د حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې نن د جمعې له لمانځه وروسته هم پراخو لاريونونو ته دوام ور کړي.