دپاکستان په قبایلي سیمې باجوړ اجنسۍ کې نن یوې چاودنې لږ تر درې کسان ووژل.
د باجوړ یوه سیمه ییز مقام اسلم خان وویل چاودنه په چارمنک سیمه کې شوې ده چې درې کسان په کې مړه او ۲۵ نور ژوبل دي.
د باجوړ محلي ادارې ویلي چاودنه د سړک د غاړې د ماین په واسطه شوې او تر اوسه يې چا مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.
باجوړ اجنسۍ له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو او نورو سخت دریځو د فعالیت مرکز دی چې د پاکستاني پوځ خلاف جګړه کوي.