پاکستان کې په ترافیکي پېښه کې ۳۰کسانوته مرګ ژوبله اوښتی

پاکستان په بلوچستان ایالت دمستونګ په سیمه کې دسورلۍ مسافر وړونکوبس موټرچپه شوی ۳۰کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي رسنۍ وايي چي یاد بس موټرله مسافرو ډک دکراچۍ څخه کوټې ته په لار چي د ديرګړندي رفتار له امله دلارې په اوږدو کې لومړی چپه اوبیايي اور اخیستی دي .

ځايي چارواکي دلومړنیو معلوماتو له مخې چي په دې بس موټرکې ۱۰کسان ځای په ځای وژل شوې اوشل نوریې شدید ټپیان دي ،خوهغه وايي چي ټپیان لومړی ځای روغتون ته رسول شوي اویوشمیرنوردسختو ټپونو له امله مرکزي روغتون رسول شوي دي.

دستونګ ځايي چارواکي وايي چې یاده پېښه دمستونګ ښارته څيرمه دبوک بایې پاس په سیمه کې رامنځته شوې دوی وايي دځینې کسانو روغتیايي حالت داندېښنې وړ وه کیدای شي دمړو شمیرتردې هم واوړي.