پاکستان کې په يو وسله وال برید کې درې پوليس وژل شوي دي

‏د پاکستان په بلوچستان کې وسله والو کسانو د پاکستاني پولیسو په پوستو برید کړی او ۳ پاکستاني پولیس او یو سرحدي سرتیری یې وژلی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پولیس او وسله والو ترمنځ نښته د دوو ساعتونو لپاره دوام درلود او پکې یو وسله وال هم وژل شوی دی.