پاکستان کې په یو موټر ماین چاودنې ۱۳ وژلي

پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، د پاکستان په شمال کې پر یوه بس موټر چاودنه شوې، چې له امله یې د ۹ چینایي وګړو په ګډون، ۱۳ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي زیاتوي، چې دغه چاودنه په (بره کوهستان) سیمه کې پرهغه بس موټر شوې، چې شاوخوا ۳۰ چینایي انجنیران یې د (ډاسو) بند سیمې ته انتقالول.