د پاکستان راولپنډۍ کې د سې شنبې په شپه یوه کوچنۍ پوځي الوتکه د استوګنې پر کورونو لوېدلې ده چې د پنځو پوځيانو په ګډون ۱۸ کسان په کې وژل شوي او ۱۲ نور ولسي وګړي یې زخمیان کړې دي
د پاکستان د پوځ د عامه اطلاعاتو څانګې ویلي، دا کوچنۍ پوځي الوتکه له معمول سره سمه د روزنې لپاره الوتلې وه، چې د راولپنډۍ د “موهړه کالو” سیمې پر سر د چورلېدو پرمهال ولوېده.
دا کېنګ ایر ۳۵۰ ډوله الوتکه د شپې شاوخوا دوې بجې رالوېدلې ده، چې پنځه پوځيان په کې سپاره وو.
د الوتکې د لوېدو له کبله ځینو ځایونو کې اور له امله خلکو ته ډېر زیانونه اوښتې دي.