پاکستان کې ځانمرګې برید ۳۵تنوته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان رسنۍ ډان په حوله بلوچستان په جهل مګسي ضلعې دفتح پور شریف په نوم زیارت کې یوه ځانمرګي حمله شوې چې له امله یې تر۳۰زیات کسانوته مرګ ژوبله اړولې ده.

دلومړني معلومات له مخې هلته ترشلوکسانوپورې مرګ ژوبله یاده شوې ، خو ورستي خبرونه ښايي چې په دې برید کې ۱۵تنه وژل شوي اوشل نور یې ټپیان دي.

چې په دې اړه د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي دیوې خبري سرچنې سره دخبرو په مهال ویلي چې دا برید جهل مګسي ضلعې په فتح پور شریف زیارت کې شوی ،خوهغه زیاتوي چي د زیارت امنیت ساتونکي دروازه کې د بریدګر مخه نیولوپه مهال په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې ده چي دې کې دپولیسو په شمول ګڼ کسانوته مرګ ژوبله واوښته.

د ښاغلي بګټي په وینا چي دې زیات ته زیات شمیرکسان راځي ډیره ګڼه ګوڼه وي کې،هغه وايي چي په دې ورځ پولس هم دوه چنده زیات ورغلي وه ،چي چې  امنیت ونیسي ،خو په دې بریدکې زیات شمیرپولیس وژل شوی.