پاکستان کې چاودنې درې تنه وژلي

مومند ایجنسۍ کې د امنیت خوندیتوب لپاره ۴۰۰ سرتېري پر دنده ګومارل شوي دي. د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ چارواکي وايي، نن د لوی اختر تر لمانځه مخکې د یوې چاودنې په پایله کې درې کسان وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي. د ځايي چارواکو په وینا پېښه د انبار تحصیل په شاتی مېنه سیمه کې رامنځته شوې ده. یوه ځايي چارواکي ویلي، چاودنه هغه مهال وشوه، چې د سیمې خلک د اختر لمانځه ادا کولو لپاره عیدګاه ته روان وو. ویل کېږي چې په ټپیانو کې یو قومي مشر ملک علي رحمان هم شامل دی. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي. مومند ایجنسۍ له پاکستاني طالبانو د بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار له کلکو مرکزونو یو بلل کېږي. له دې مخکې دغه سیمه کې د سخت دریځو وسله والو یوه برید کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي وو.