پاکستان کې یوې درنې چاودنې ۱۱تنوته مرګ ژوبله اړولې

په کوټه کې یوې درنې چاودنې پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د بلوچستان ایالت چارواکو ویلي، چې په یاده چاودنه کې اووه سرحدي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د بلوچستان د والي ویاند انور الحق کاکړ رسنیو ته په خبرو کې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې یاده پېښه د سړک غاړې ماین چادنې له امله رامنځ ته شوې ده. یاده چاودنه د کوټې ښار شمال ختیځ خواته په ۱۵۰ کیلو مټرۍ کې شوې ده. تر دې دمه د یادې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.