پاکستان ۱۷ میاشتې ورسته یو ورځينی سیریز وګټه

د پاکستان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته په دویمه یو ورځینۍ سیالۍ کې په شپږو لوبغاړو ماتې ورکړې او سیریز یې په خپل نامه کړی.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې ددغه سیالۍ ټاس یا بچه د پاکستان لوبډلې وګټله چې مقابلې لوبډلې ته یې د منډو جوړولو وړاندیز وکړ.
د زمبابوې لوبډلې د سکنر رضا د سلیزې پرمټ په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۸ منډو هدف وټاکله.
په پسې توپ وهنه کې د پاکستان لوبډلې یاد هدف په اته څلوېښتم اور کې پوره کړ او د زمبابوې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
د پاکستان له اړخه ښه لوبه اظهر علي وکړه چې ۱۰۲ منډې یې وکړې.
هیره دې نه وي چ له دې وړاندې په یو ورځنۍ سیالۍ پاکستان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړې وه.