پاک زړې اداکاره؛ شردا کپور له بېوزله فوټوګرافرانو سره نغدي مرستې کوي

شردا کپور Shraddha Kapoor ورو ورو په بالي ووډ کې د بریا زینې پیدا کوي. هغه په خپلو هڅو او بیا بیا کوښښ سره ځان ثابتوي او یو ځای ته رسېږي. شردا تر دې دمه په فلمونو کې ښه ځلېدلې ده او په ګڼو ښو پروژو کې یې کار کړی دی. خو هغه یوازې په دې خاطر د خلکو خوښه نه ده، چې ښه اداکاره ده، بلکې هغه د خپل شخصیت او شخصي ژوند له امله هم د خلکو په زړونو پاچاهي کوي.

شردا کپور چې په بالي ووډ کې یوه نوې راټوکېدلې غوټۍ ده، تل دې ته چمتو ده، چې له بېوزلو سره مرسته وکړي. هغې په وبا کې د حیواناتو لپاره فارمونه جوړ کړل، چې په دې کار سره د هغې مینوالو د هغې ډېره زیاته ستاینه وکړه او ډېره زیاته مینه یې ورسره وښودله. اوس اداکاره د عکاسانو (فوټوګرافرانو) د مرستې لپاره راپورته شوې ده، ځکه چې عکاسان د کورونا ویروس له امله په کورونو ناست دي او څو میاشتې یې معاشونه نه دي اخیستي. شردا هغوی ته مالي مرستې چمتو کړې دي، تر څو هغوی وشي کولی ځان ته پرې د ژوند لومړني توکي فراهم کړي.

 

له عکاسانو سره د مرستې د اعلان په خبر باندې له شردا نه خلک دومره خوشاله شوي دي، چې حتی یوه عکاس په ټولنیزو رسنیو کې له شردا کپور نه مننه کړې ده او لیکلي یې دي: ((شردا کپور ښکلی او سپېڅلی زړه لري. حق لري، چې د هغې مینه په زړونو کې وساتل شي)).

 

د یادونې وړ ده، چې شردا کپور په وروستي ځل له ټایګر شروف Tiger Shroff سره په (باغي ۳) فلم کې راښکاره شوې وه، خو هغې په روان کال کې د ادتیا رای کپور Aditya Roy Kapoor په وروستي فلم (ملنګ) کې او د ورون دهون په فلم (Street Dancer 3D) کې هم کار کړی دی.

کاپي هنرستان…