پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي

‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو سازمان له همکارۍ ستاینه کړې ده. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې ‏خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټينګار شوی او په افغانستان کې د ملي خبرو اترو پیل اړین بلل شوی دی.