پردی سهار

په دریابونو څراغونو له بندونه جوړ وو

د شپې تصویر و په بالښت باندې سرونه جوړ وو

رګونه ډک وو له رنګونو تصویرونه جوړ وو

سترګې چې څومره غړیدې لکه د زړه درزیدې

دشتې لمدې وې په سیندونو کې اوبه بهیدې

ته په ژړا وې ژړیدې او ژړیدې ژړیدې

خو داسې نه وې لکه اوس جې یې په هوش کې وې ته

ځان ولولو در پیژندلی و په جوش کې وې ته

د هنر ګل وې او د زړونو په آغوش کې وې ته

بیا چې کاغذه پوری راغلې نو اعلان دې وکړو

لا تر سهاره نیمه شپه وه چې اذان دې وکړو

څوک د لمانځه نه منکر نه وو مګر وخت یی نه و

زړه دې باچا و مګر تاج یې نه و تخت یې نه و

دا په ارزانو قیمتونو کې راګیره دنیا

له تضادانو سازه شوې ځان نه هیره دنیا

ستا د احساس له وسه دولس چنده ډیره دنیا

دلته پرته وه بس پرته وه تا ترې ډډه وکړه

ځان له یواڅې دې یو بل جهان ته کډه وکړه

سید شاه سعود