پروان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه کړې

د پروان ولایت بګرام سیمې سر صیاد کلي کې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر چاودنه کړې ده. د پروان د پولیسو قوماندان وایي، موټر د شنبې په ماښام ۷ نیمې بجې وروسته له هغې چاودنه وکړه، چې د امنیتي ځواکونو اخطاریه اوازونو ته یې توقف ونه کړ او امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې. دا چې پېښه کې تلفات اووښتي او کنه په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.