پروان کې په نشه روږدي کس خپله میرمنه او څلور ماشومان وژلي

د پروان امنیه قوماندان محفوظ ولي زاده وايي دغه پیښه د سې شنبې په ورځ د جبل سراج ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه مهال وشوه، چې په نشه یو روږدی تن له خپل میرمنې سره لفظي شخړه وکړه او وروسته یې دا پېښه رامنځته شوې.

د پروان امنیته قوماندان زیاتوي په وژل شویو کې د نشه یې تن میرمن درې لوڼې او یو ځوی شتون لري.

ولي زاده زیاته کړې، چې په قتل تورن سړی د پیښې له سیمې تښتیدلی خو په وینا یې دوې هڅه کوي نوموړ تن ونیسي.