پريانکا تر خپله کوژده تېره شوه

د هندي سېنما مشهوره فلمي ستورې پريانکا چوپړا چې په هند کې په ځنګلي پيشو هم مشهوره ده، له امريکايي سندري غاړي سره تر کوژده تېره شوې ده او دغه جوړه تر واده وړاندې سره بېله شوه.

هندۍ رسنۍ وايي، دا امريکا ته تللې وه چې د نک جونز په يوه کنسرټ کې برخه واخلي، خو بېرته چې راوګرځېده، له هغه سره جوړه کوژده يې غوټه ماته کړه.

دا چې په هند کې له الوتکې کښته کېده، ګڼ شمېر خبريالان يې راتلو ته په تمه ول او غوښتل يې عکسونه يې واخلي، خو دا چې خبريالانو ته ورسېده، له ګوتې څخه يې د کوژدې ګوتمۍ وکښه او داسې يې وښووه چې کوژده يې ماته کړې ده.

تر اوسه دا نه ده مالومه چې د نک جونز او دې تر منځ څه تېر شوي دي چې تر واده وړاندې يې له يو بل څخه زړه تور شو.

سرخط ورځپاڼه