د هندي سېنما مشهوره فلمي ستورې پريانکا چوپړا چې نن سبا د هالي ووډ په ځينو فلمونو کې هم راښکاره کېږي، په خپله سيمه کې د رايې له ورکولو محرومه شوې ده.
پریانکا په بریلي ښار کې پیدا شوې او درس یې هم هلته ویلی، وروسته له خپلې کورنۍ سره ممبيي ته لاړه او هلته مېشته شوه.
که څه هم د هغې شهرت تر دې دی چې له صدراعظم مودي سره ليدل اسانه، خو له پريانکا سره سخت دي او په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې یې د هند لهپاره د نړۍ د ښکلا د ملکې تاج هم په سر راووړ، مګر په بريلي ښار کې د هغې او د هغې کورنۍ د رایې ورکولو مخه نیول شوې او د رایې ورکوونکیو له نوملړ څخه ايستل شوي دي.
د بریلي ښار د نوم ثبتونې مشر وکرم سينګ ویلي، دوی ته د مشرانو لهخوا د پریانکا او د هغې د کورنۍ د بلاک کولو ویل شوي دي.