د فاربيوز مجلې د نړۍ په کچه 2017 د 100 مخکښو ښځو نوملړ خپور کړى، چې پکې پرينکا هم ځاى لري.
په ليست کې د جرمني لومړۍ وزيره انګلا ميرکل لومړى او پرينکا چوپړا 97 يم ځاى لري.
له دې وړاندې د تفريح او رسنيو په برخه کې هم سږ کال پرينکا چوپړا د نړۍ د 15 مخ کښو ښځو څخه يوه ياده شوې ده.
پرينکا چوپړا نه يواځې په باليووډ، بلکې په هاليووډ کې هم ډيره مشهوره ده.
هغه تير کال د باليووډ په لسو اداکارانو کې هم راغله، چې تر نورو يې ډيرې پيسې ګټلي.
پرينکا چوپړا د يونسف له لورې د ماشومانو لپاره استازى هم ده.