پرینټي چوپړا: ښه ده، چې خلک مې د پرینکا چوپړا په سترګو نه پیژني

د هندي سینما ښکلې ادکاره پرینټي چوپړا وايي، چې خلک ګومان کوي، زه د پرینکا چوپړا هیڅ هم نه یم.

اغلې پرینټيي چوپړا، چې د پرینکا چوپړا د کاکا لور ده وايي، چې په دې خوشاله ده، چې خلک يې د خپلې کاکا لور (پرینکا) په سترګو نه پيژني.

پرینټي چوپړا، چې د اکتوبر په ۲۲ مه ۲۹ کلنه شوه په سینما کې د کار د هماغه لومړیو کلونو څخه خورا ډیره بریالې ده.

هغه وايي، چې پرینکا چوپړا به ورته ویل، چې خپله زحمت وباسي، کار وکړي او ځان ته خپل نوم وګټي.

پرینټي وايي، چې همداسې وشوه او همداسې به دوم ورکوي.

د پرینټي چوپړا وروستي فلم ګول مال اګین و، چې د اکتوبر په ۲۰ مه خپور شو. فلم په لومړیو ورځو کې ښه بازار وکړ او لا هم ښه روان دی.