پرینکا د خپلې کليزې په مناسبت، ښځېنه کارکوونکې ونازولې

د هندي سینما نوموتې ستورې پرینکا چوپړا د خپلې کلیزې په مناسبت د خپلې کمپنۍ ښځینه کارکوونکو ته خاص پکېجونه او امتیازات اعلان کړل.

پرینکا چوپړا پرون ۳۶ کلنه شوه. پرینکا او مور يې مدهو چوپړا په ګډه یوه تجارتي کمپنۍ لري، چې پکې په لسګونو میرمنې کار کوي.

د ښځینه کارکوونکو په امتیازاتو کې د وخت سمون، رخصت او مالي مرسته شامله ده. د کمپنۍ مشرې مدهو چوپړا ویلي، چې د پرینکا چوپړا په غوښتنه، ټولو هغه میرمنو ته چې ولادت وکړي، ۱۲ اوونۍ رخصت ورکوي او د ماشوم د روغتیايي پالنۍ لپاره يې اضافي پیسې هم ورکول کیږي. د چوپړا په وینا چې د کمپنۍ زیاتې کارکوونکې واده شوې میرمن دي او دا ډول امتیازات د هغوې په ګټه دي.

پرینکا چوپړا چې تازه مینه شوې، تمه ده په نژدې راتلونکې کې د امریکايي نیک جانس سره کوژده شي.

شاهین