پریټي زنټا ولې خوشحاله ده؟ ویډیو یې خپره کړه

د بالي ووډ فلمونو پخوانۍ مشهوره اداکاره پریټي زنټا له دې امله ډېره خوشحاله ده، چې ګرځبندیز پای ته رسېدلی او د خلک ورو ورو بېرته عادي ژوند ته ګرځېدونکي دي.

پریټي زنټا چې په امریکا کې ژوند کوي، په خپل انسټاګرام اکاونټ کې یې يوه کوچنۍ ویډیو خپره کړې ده، چې هغه پکې بهر لیدل کېږي او ډېره خوشحاله ده.

 

نوموړې وايي، ډېر ښه احساس کوي چې بهر یې یو ځل بیا خلک ولیدل، څو میاشتو وروسته خلک له کورونو څخه راوتلي دي او زیاتو خلکو د کورونا ضد واکسین هم کړي دي.

پریټي زنټا وايي، چې دې ته ډېره خوشحاله ده چې خلک بیا خپل عادي ژوند ته ګرځېدونکي دي، واکسینونه یې کړي دي او ګرځبندېز ختمېږي.

د یادولو وړ ده چې پریټي زنټا مخکې  خپل یو بل عکس هم خپور کړی و او لیکلي یې و چې ۱۸ میاشتې وروسته چېرته بهر د ماښام ډوډۍ لپاره د خپل خاوند سره بهر راوتې ده.

کاپي…