پر ادب د رسنيو اغېز

لیکنه :  بصيرالحق عادل

زموږ ليکلی ادب هم ډېر کلونه په شفاهي توګه تر يو حده را انتقال شوی دی، ښه بېلګه يې د اميرکروړ سوري شعر دی، چې تر ۱۳۰۰ کلونو پورې تاريخ لري. څېړونکي وايي د امير کروړ سوري وياړنه تر ډېره وخته خوله په خوله له يوې پېړۍ بلې ته لېږدول شوې ده، چې بيا وروسته وروسته دا شعر تاريخونو په خپلو پاڼو کې ثبت کړی دی.

که د ټولنې مو څو لسيزې مخکې اوسنی حال وای، چې رسنيو وده کړې تر دې پورې چې نزدې هر څوک خپله شخصي رسنۍ لري لکه فيسبوک نو زموږ د تاريخ ډېری کرښې به اوس ثبت وای او لکه د «سالو وږمه»، د «خدای ج مينه» او ګڼ نور اثار چې يوازې يې موږ ته نومونه راپاتې دي اوس به يې له منځپانګې هم برخمن وای.

رسنۍ چې په ټولنه کې د ټولنې په سياسي، اقتصادي، امنيتي، ټولنيزو اړيکو، ادب، فرهنګ، کلتور او ژبې په غوړېدا، پرمختګ او وده کې مرسته کوي د پښتو ژبې ادب هم ترې بې اغېزه نه دی.

ښه بېلګه يې د سراج الاخبار زمانه ده، چې د ژبې او ادب په غوړېدا کې يې مرسته وکړه، د ژبې پر ارزښت يې خلکو ته خبرې وکړې، محمود طرزي پکې داسې مقالې خپرې کړې چې د ژبې اهميت يې خلکو ته وښوده او دغه راز يې د هغه مهال د شاعرانو ځينې شعرونه او د زړه دردونه خوندي او تر موږ راورسول.

د مولوي صالح محمد کندهاري مثنوي چې خلک يې په فکري لحاظ د خپلواکۍ اخيستلو ته وهڅول او د دوی ذهنيت يې جوړ کړ، تر موږ رسنيو رارسولی دی.

د ادب ډېری کتابونه د رسنيو له برکته خوندي دي او د پخوانيو شاعرانو پېژندنه د دوی تاليفات، فکرونه، اندونه مطبوعاتو تر موږ را رسولي دي.

دلته بايد واضحه کړو چې هر هغه خبره چې د هر څه په وسيله له يوه څخه بل ته رسيږي د رسنۍ په نوم يې يادولی شو، کتابت خپله د رسنيو برخه ده، ليکوالۍ ته رسنۍ او ليکوال ته رسنوال هم ويلی شو ځکه د ليکنې په مرسته خپله فکر تر نورو رسوي، چې خبره د [رسولو] شوه نو ځکه ورته [رسنۍ]  ويلی شو.

په تېره يوه نيمه لسيزه کې پر ادب د رسنيو اغېز خورا جوت او په ډاګه ده، راډيو، ټلوېزيون، اخبار، مجلې او جريدې د ادب د غوړېدا لپاره هغه څه وکړل چې زه يې پښتو ادب کې انقلاب بولم.

زه يوه بېلګه وړاندې کوم:

اوس وخت کې ډېری ژباړې کېږي. د نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته، يا له پښتو څخه نورو ژبو ته، په دې ژباړو کې د رسنيو لويه ونډه ده. يو ژباړونکی کتاب د ويب سايټ او برېښنايي کتابتون په مرسته پيدا کوي او خپل کمپيوټر ته يې ښکته کوي، وروسته يې لولي او ژباړي يې، همدا ژباړه د کتاب په بڼه بېرته ټولنې ته وړاندې کوي او ادب ته يوه زياتونه کوي.

دغه راز د کتاب ترڅنګ يې انټرنټ ته هم پورته کوي او د ده دا کتاب نور ګڼ خلک خپلو کمپيوټرونو او مبايلونو ته ښکته کوي او لولي يې، چې دا خپله د ادب، ژبې او فکر د غوړېدا سبب کېږي.

دغه راز راډيو ګانو مو هم ژور اغېز پر ادب پرېښی دی، د تېرو څو کلونو راهيسې نزدې هره راډيو کې ادبي خپرونه شته چې ليکوال، شاعران، ژبپوهان او اديبان پکې مېلمانه کېږي او خپلې تجربې تر اورېدونکو رسوي.

ښه بېلګه يې د ازادۍ راډيو (ازادۍ راډيويي مجله) ده، چې لوی استاد اسدالله غضنفر مخته وړله، بيا ښه شاعر ومان نيازي او اوس اوس يې نور همکاران جوړوي.

له يادې خپرونې ډېری اديبانو او ليکوالانو ګټه اخيسته / اخلي يې. ځکه دا خپرونه لکه د ادبياتو پوهنځی، داسې مسايل پکې مطرح کېدل چې لويو لويو ليکوالو ته مهم وو او هم نويو اديبانو ته د روزنې يو ادرس و. زه شخصاً خپله د يادې خپرونې د ډېرو اورېدو له امله شاعر شوم، د شعر په تخنيکونو وپوهېدوم، ليکوال شوم او دا دی د څو اثارو څښتن شوم.

دا يوه بېلګه وه چې د ادب په وده کې رسنۍ څومره ونډه لري.

د دې ترڅنګ د بي بي سي راډيو (پېلوزی) ادبي پروګرام چې ښاغلي مصطفی سالک مخته ووړ هم د ادب په غوړېدا کې لویه ونډه واخيسته او زما په څېر نوي ليکوال يې وروزل، د لويو لويو ليکوالو له تجربو خبر شولو او دا دې اوس د دې جوګه يو چې يو څه وليکو

دغه راز مجلو کې ادب ته ګڼې ليکنې خپرې شوې، تحقيقات وشول، د منځنۍ دورې ځينو شاعرانو لکه خوشال خټک او يو شمېر نورو باندې څېړنې وشوې چې مجلو او اخبارونو کې بيا بيا خپرې شوې.

ټلوېزيونو کې ګڼې ادبي خپرونې ثبت شوې، ځينې خپرونې د ادب په اړه چمتو شوې، دغه راز لوی لوی ليکوال دا اوس هم ټلوېزيونونو کې مېلمانه کېږي او د ليکوالۍ، ادب او د ژبې د غوړېدا لپاره طرحې، مشورې او وړانديزونه چمتو کوي.

ځينې ټلوېزيونونه خو مو يو مخ ادبي، هنري او کلتوري خپرونو ته ځانګړي دي چې په دې برخه کې تر ډېره (شمشاد ټلوېزيون) او (پښتو ټلوېزيون) ښه کارونه کړي دي او لا هم د دوی هڅې د ادب او ژبې د غوړېدا لپاره روان دي.

ويبپاڼې هغه ادرسونه دي چې د ادب په اړه پکې نن سبا ګڼ مطالب موندلی شو، اوس چې هر ليکوال ليکنه وکړي حتمي يې يو ويب سايټ کې خپروي، په دې برخه کې تر ټولو لويه ونډه (تاند، لومړيتوب، روهي، ټاټوبی) او يو شمېر نورو ويب پاڼو اخيستې، چې د لويو لويو ليکوالو ليکنې خپروي چې ډېری يې د ژبې او ادب په اړه وي.

نو دا په ډاګه خبره ده چې رسنيو د پښتو ادب په غوړېدا کې ستره ونډه اخيستې ده خو دا هم بايد هېر نه کړو چې څومره چې پکار وه هغومره يې مسؤليت هم نه دی ادا کړی.

زموږ ډېری رسنۍ ښه امکانات لري، تر ډېره مو سيمه ييزې رسنۍ پر ځای د دې چې د ژبې، ادب، کلتور او فرهنګ په اړه يو پروګرام جوړ کړي ټوله ورځ سندرې خپروي، سندرې خپله هم د ادب يوه برخه ده خو يو وخت مې فيس بوک کې د يو چا وړانديز وليد، پر ځای وړانديز و، راډيو ته يې کړی و، ليکلي يې وو: «راډيو دې سندرې نه خپروي، د دې پر ځای دې ادبي، ټولنيزې، کلتوري او فرهنګي خپرونې چمتو کړي او بيا بيا دې يې خپرې کړي، ځکه سندرې خو زه خپل شخصي ټليفون کې هم اورېدی شم.»

پر ځای وړانديز دی، له نړيوالو رسنيو پرته زموږ سيمه ييزې رسنۍ د ادب په غوړېدا کې لويه ونډه لرلی شي، ځکه دوی په سيمه کې دي، د خپلې سيمې د شاعرانو، ليکوالو او پخوانيو څېړونکو په اړه مالومات، څېړنه او تحقيق تر نورو ښه کولی شي، دوی بايد بيا بيا په دې اړه خپرونې جوړې کړي، د ادب په اړه خلکو ته مالومات ورکړي او د کتاب پر ارزښت خلک پوه کړي، ترڅو مو ادب لا وغوړيږي او زموږ ډېری ادبي څېړنې، راډيو، ټلوېزيون، اخبار، مجله او ويبپاڼو کې ثبت شي.