یکشنبه , 28 اپریل 2024

پر بایسکېل د تګ راتګ ګټې

لیکنه: حمیدالله حمیدي

په ځوانۍ کې کېدای شي تاسو ټولو پر بایسکېل تګ راتګ کړی وي او چلولی مو وي. هغه کسان چې اوس یې خپل بایسکېلونه هغه د چا خبره د کندو شاته اچولي، که یې د سپرلۍ له دې ګټو خبر شي، هرو مرو به یې بېرته را باسي او ګټه به ور څخه اخلي. که پر بایسکېل ګرځی، رواني حالت به مو ور سره سم وي، د وزن له کموالي سره مرسته کوي، د بدن عضلې مو قوي کوي، سهارنۍ به په پوره اشتها خوری، سږي به مو سالم وي، د زړه او سرطان له ناروغیو به په امن وی، بدن ته به مو د منډې په پرتله کمه ضربه رسوي، وخت به مو سپمولی وي، د تلو راتلو پر لاره به ډېر ځایونه پېژنی، له جنسي پیاوړتیا به برخمن وی، ښه خوب به کوی، مغز به مو پیاوړی وي، بدن به مو غښتلی او چسپ وي، د ملګرو شمېر مو ډېروي او بل دا چې د ډېرو ناروغیو پر وړاندې مو د بدن مقاومت زیاتوي. دا چې ورزش د انسان د روغتیا ضمانت کوي، نو دا هم یو ډول ورزش بلل کېږي.

خو یوه څه ته مو باید پام وي، دا چې د کابل هوا ډېره ککړه ده، نو پر بایسکېل د سپرلۍ پر مهال د خپلې روغتیا خیال ساتئ.