پر بین الافغاني خبرو یې ټینګار کړی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو پر مهال ټينګار کړی چې د افغان سولې په خاطر باید بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

د دوشنبې په ورځ ناټو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ینس سټولټنبرګ له قریشي سره په خبرو کې وویل چې په سيمه کې د افغان سولې په خاطر باید ټول هېوادونه خپل مثبت رول ولوبوي ځکه په افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

په همدې حال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو ویاند سهيل شاهین د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دا ډله هيله منده ده، له امریکا سره په اووم پړاو خبرو کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي.

ټاکل شوې ده د راتلونکې شنبې په ورځ چې د جون مياشتې نهه ویشتمه نېټه ده، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ په دوحه کې اووم پړاو خبرې پیل شي.

د خبرو د اووم پړاو د نېټې په اړه د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي او د طالبانو وياند ذبیح‌ الله مجاهد دواړو پر خپلو ټویټر پاڼو لیکلي.

زلمي خلیلزاد مخکې پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې قطر او افغانستان ته تر سفر وروسته داسې ښکاري چې ټول لوري په مذاکراتو کې چټک پرمختګ ته لېواله دي.

سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې دوه ټکي د اجنډا برخه دي.

د ده په خبره دا ټکي دا دي چې:

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي.

او د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پرضد نه کاریږي.

د ده په وینا له افغان حکومت سره د طالب استازو د مخامخ خبرو او د اوربند په اړه خبرې به په وروستیو پړاوونو کې مطرح شي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي مخکې څرګنده کړې چې امريکا یوازې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره نه، بلکې د سولې د یوه بشپړ تړون په لټه کې ده او که پر ټولو څلورو مهمو مسئلو موافقې ته ونه رسېږي، پر هېڅ یوه موضوع به موافقه ونه‌شي.