پر روسیې به د اروپايي ټولنې بندیزونه تمدید شي

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وايي، دی خورا ډاډه دی چې په اوکراین کې د لاس وهنو له کبله پر روسیې د اروپايي ټولنې بندیزونه به په راروانو دوو- درېیو اونیو کې له زیاتو بحثونو پرته تمدید شي.

ټوسک دا خبرې د نړۍ اوو سترو صنعتي هیوادونو د سرمشریزې په ناسته کې وکړې.

ده په ډاګه وویل، ترڅو چې د مینسک موافقه په هر اړخیز ډول عملي نه شي، نو د اقتصادي بندیزونو په ګډون د روسیې په وړاندې د اروپايي ټولنې دریځ به بدل نه شي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې له اروپايي ټولنې څخه غوښتنې شوې دي چې پر روسیې بندیزونه فسخ کړي او په دې لړ کې د فرانسې د پارلمان غړو تیره میاشت یو غیر الزامي پریکړه لیک تصویب کړ چې د روسیې د انرژۍ، دفاع او بانکو پر سکټورونو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه پکې شوې.