پر سوځېدلې ځمکې څلور لیکنې

سوځېدلې ځمکه د ګل رحمان رحماني لنډ هنري نثرونه دي. پر دې اثر باندې څلور لیکنې شوي موږ همدا لیکنې څیړو.

لومړۍ یې د یوه سپیڅلي وجدان شین غږ نومیږي. له عنوان نه یې ښکاري؛ چې لیکنه به پر ځمکه نه، د ځمکې پر پنځګر وي. د یوه سپیڅلي وجدان اضافي عبارت دا په ډاګه  کوي، چې لیکوال د سوځېدلې ځمکې د پنځګر خواخوږی دی او هڅه کوي پر لوستونکي یې ومني چې د اثر لیکوال سپیڅلی وجدان لري.

تر دې لاندې یو بل څنګزن عنوان د ګران رحماني شاعرانه او منثور شعرونه دی. چې پکې اطناب ښکاري لنډ یې د رحماني شاعرانه نثرونه لیکلای شول.

لیکنه د نثر پر اړه پر څو کلیشه یي خبرو پیلوي لکه: نثر هغې ښایسته ماڼۍ ته ورته دی چې معمار پکې یوه خښته هم بیځایه او بې هدف کارولې نه وي. نثر چې څومره ساده، سلیس او روان وي؛ پکې له پیچلیو او بې خونده اوږدو جملو څخه ډډه شوې وي هومره لوستونکی ژر ځانته را کاږي او د لیکوال د لیکنې په مقصد یې ژر سر خلاصيږي.

د عمل او خبرو تناقض لیکنه کمزورې کړې ده. لکه  پورته جمله کې چې وایي اوږدې جملې لوستونکی په عذابوي خو همدا خبره په یوې لویې جمله کې کوي.

بیا د لیکوال خبره پر یو شمیر لیکوالانو داسې نیوکه کوي، زموږ یو شمیر لیکوالان دومره اوږدې جملې کاروي چې کله یې لوستونکی د جملې پای او یا خبر ته رسیږي؛ مبتدا ترې هېره شوې وي.

ځیني ترکیبونه لکه: د نثر د کمزورۍ سبب کېږي پر ځای یې ویلی شول نثر کمزوری کوي.

تر دې ځایه لیکوال پر اصلي موضوع غږیدلې نه دی. له دې وروسته هم یوازې لیکوالانو ته سپارښتنې کوي. لکه لیکوال دې بې ځایه مقدمه نه لیکي، د هرډول نثر ژبې ته دې پام کوي چې د موضوع مطابق ژبه وکاروي، د لوستونکي ذوق دې په پام کې ونیسي، د موضوع په ټاکلو غږیدلی او ایجاز یې تشریح کړی. ښه مالومات دي خو د ارې سکالو سره اړخ نه لګوي.

اثر یې ستایلی وایي: چې پکې ښې لیکنې دي، او د نثر لیکلو ټول قواعد پکې شته، تر پایه یې خپله شاعرانه فضا ساتلې ده.

د لیکوال په اړه داسې نظر لري د موضوع په غوره کولو کې یې ډېر دقت کړی دی، د لیکنو لپاره یې داسې موضوع ګانې انتخاب کړي، چې هر وخت ترې ګټه اخیستل کېدای شي. خو دا یې هم تش نظریات ګاڼه شي ځکه بې له کومې بېلګې او ثبوت نه یې دا پریکړې کړي.

له متن نه یې څو بېلګې راخیستي چې غوره انتخاب دی یوه یې دا ده.

ما له خپلو ټولو حواسو سترګې جوړې کړې، چې وخت مې ستا له نندارې پرته په بل څه تېر نه شي.

په پای ـ پای کې یې لیکلي:

نور محمد لاهو

۲۰۱۴ کال، مې، المان

رحماني د ادبي ټوټې ګلڅانګې د پاللو په ازمون کې بله لیکنه ده؛ چې پر سوځېدلې ځمکه لیکل شوې.

لیکوال په پیلولو کې ستونزه لري. په پیل کې پرلپسې پوښتنې کوي چې د ښه نثر په ځانګړنو وغږیږم که د رحماني په ادبي او ژورنالیستي هڅو او لاسته راوړنو.

بیا یې د ځان او رحماني د پیژندګلوۍ څرنګوالی واضح کړی. د دې خبرو راوړل اړین نه بریښي ځکه لوستونکی فکر کوي تر اثر لیکوال مهم دی او اثر نه لولي.

ځیني ځيني ځایونه د مانا ابهام پکې شته لکه: همدا هڅې، احساس او له پوهې سره د هغه بې کچې مینه او ریښتینې لېوالتیا وه چې نن په لږ عمر کې د دومره بیلابیلو ګڼو چاپو او نا چاپو اثارو خاوند دی. دا جمله له ځان سره یو لړ پوښتنې را پیدا کوي په ځانګړي ډول هغو لوستونکو ته چې بې له دې اثره نه رحماني پیژني او نه یې  اثار. لکه دومره اثارو خاوند یعنې څو دوه، درې، که شل؟

د ادبي ټوټې پر تاریخ داسې غږیدلی، که څه هم ادبي ټوټه په پښتو ادب کې نوې نه ده او د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې دې هنري ژانر د شلمې پېړۍ لومړیو نه په پښتو ادب کې رواج موندلی او دا دې د دې هنري ګلورین ژانر ګلڅانګه له راحت ذاخیلي نه تر رحماني پورې را غزیدلې او وخت په وخت ډېریو کلاسیکو ، منځنۍ دورې او معاصرو لیکوالو پاللې او ښکلي رنګین ګلونه یې پکې ټوکولي دي. د حیرانتیا خبره دا ده چې لیکوال ښه پوهیږي ادبي ټوټه د شلمې پیړۍ له لومړیو په پښتو ادب کې دود شوې خو بیا هم وایي د دریو دورو لیکوالو ادبي ټوټې لیکلي چې د دورو ویش هم غلط کوي کلاسیکه او منځمۍ دوره یوه ده، دوه بیلې دورې یې ګڼلي.

پورتنۍ لیکنه عبدالغني هاشمي لیکلې.

رحماني د خپلو ادبي طرحو په سوځېدلې ځمکه پر دې اثر دریمه لیکنه ده.

د اثر کمیت او کیفیت یې لوړ ګڼلی. خو د بېلګو نه راوړلو یې خبره بې اعتباره کړې، پکار دا وه چې له اثر نه یې یو ـ دوه بېلګې د خپلې خبرې د پخلي لپاره راخیستې وې.

د سوځېدلې ځمکې لنډې ادبي ټوټې داسې راپیژني  د رحماني صیب طرحې مې ولوستې، زه یې د ډیرو ادبیوو طرفدار هم نه یم، کاشکې چې هغه چوکاټونه یې مات کړي وی، کوم چې مقفا شعر په کې ډېر راګیر دی او ازاد هم ډېر نه دي ازاد. خو له متن څخه کوم مثال نه راوړي چې مثلاً کوم چوکاټونه یې باید مات کړي و.

دا هم وایي د رحماني ادبي طرحې یو شمیر نوي شاعرانه ترکیبونه هم لري. خو نه یې ښیي؛ چې هغه کوم دي. دا لیکنه د تورمان ده.

د پای لیکنه د لوړ خیال په نامه پلوشې احمدزۍ لیکلې ده. د رحماني ستاینه یې کړې هغه یې غښتلی او د پوره حوصلې خاوند ګڼلی، لیکنې یې ورته د پند او ښکلا ډکې بللي، چې ویلی شو لیکوال د څېړنیزو معیارونو پر ځای ملګرتیا ته لومړیتوب ورکړی.

د ځان او رحماني په اړه وایي: ښاغلی رحماني بل څوک نه دی، زما هغه ټولګیوال و چې ما یې په اړه له وړاندې ډېر معلومات درلودل، خو ستونزه دا وه چې زه د کابل پوهنتون ماسټرۍ دورې ته په دویم کال کې ډېره ناوخته ورغلم، خو کله چې پوه شوم چې دومره تکړه لیکوال هم زما سره په ټولګي کې دی، نو دا راته ډېره د خوښۍ او حیرانتیا خبره وه. ترپایه همداسې کله د ځان او کله د رحماني په اړه غږیدلې چې نرګسیزم(ځان خوښونه) یې ګڼلی شو.

د الفاظو په کارولو کې دقت پکار دی، ځګه دالفاظو بې ځایه کارونه مو د لیکنې ارزښت کموي لکه دا لاندې جمله، ښاغلي رحماني د هر چا له ذوق سره سمې لیکنې کړي. څنګه د هر چا له ذوق سره سمې یعنې هر سړی یې چې لیدلی د هغه د ذوق پوښتنه یې کړې او هماغسې لیکنه یې ورته کړې او که دی پوښېده چې څوک ـ څوک به زما لیکنه لولي نو د ذوق مطابق یې ورته څه لیکلي؟

کره‌ کتونکی: مسلم داودزی