پر شخصیت د عمر د لومړيو کلونو اغېز!

نجيب احمد عزيزي

ارواپوهان د عمر دغه اول کلونه دومره مهم ګڼي چې د يو کس ټول راتلونکی ټاکلی شي، په سم لوري بېولای او يا ورانولای شي، خو که په دې وخت کې يې ستونزې وليدې، په خراب چاپېريال کې يې منفي خويونه واخيستل ممکن تمام عمر يې په شخصيت کې پيوند شي، يا هم ځينې وخت لاشعوري ځان را ښکاره کړي.

نو ځکه يوې کورنۍ ته ضرور ده چې له دې وخته يې ټول شيان سم لوري ته برابر کړي، لکه؛ مناسب خواړه چې په وده کې يې ونډه لري، په ارزښتونو پوهاوی چې د ځان او ټولنې په ګټه يې روزي، له کتاب او زده‌کړې سره مينه، د خپلوانو درناوی، دوښمن ور پېژندل؛ يانې په دیني روحيه سمبالول، اخلاق يې په سم لوري بېول.

ښه او بد ورته مشخصول…

په شخصيت جوړېدلو کې هم دا مرحله ډېره اړينه چې د عمر تر پايه پورې هاغه ارزښتونه او حدود چې په وړکتوب کې ورته ايښودل شوي، ممکن له ډېرو کارونو او جنايتونو را وګرځوي، مثلاً يو ماشوم چې په دينداره مفکوره روزل شوی وي، هغه داسې کار ته د دوزخ له وېرې نه ور نږدې کېږي، کوم چې په ماشومتوب کې يې د هغه د وحشت انځوريزه کيسه په ذهن کې ژوندۍ پاتې وي.

يا هم زموږ کلتوري افسانې چې ماشومانو ته يې د پام‌غلطولو په پار کوو، مثلاً شاپېريان، دېبان، مارګېزما، دا هغه نومونه دي چې که يې زه اوس هم په شپه کې څو ځله تکرار کړم هاغه وخت را يادوي چې سپين‌سرې نيا به په چوتره کيسې راته کولې ويل به يې؛ «هغه ښځه چې نظافت نه ساتي، لمونځ اودس نه کوي هغه مارګېزما کېږي چې د شپې که يې سړی وويني لوی لوی غاښونه يې راوتلي وي، تور مخ يې وي که يې څوک لاس ته ور شي، په يوه سوې چيغه وژني…»

شاپېريان يې بیا قوي موجودات بلل مثلاً؛ نيا به وړې نجونې په دې وېرولې چې که يې سر نه مينځه ورته ويل به يې؛ «ته وېښتان مه سموه، ببر سر چټله له سپږو ډکه ګرځه د شپې به دې شاپېريان غره ته يوسي هلته به دې يوه ګوله کړي.»

دا کيسې که څه هم زموږ د تنبیې لپاره دوی انتخاب کړې وې، خو زموږ په لاشعور کې يې داسې وېره وکرله چې ټول عمر ممکن په يوه نه يو ډول ځان را ښکاره کړي او له ټولنیز موقفه مو را ټيټ کړي او ډارن جوړ کړي.

خو په ديني لحاظ کيسې چې يو مور او پلار ماشومانو ته وکړي د ژوند له ډېر اړخونه سمولای هم شي، ځکه هلته يوازې د ښه او بد په معيار شيان ورته ايښودل کېږي، لکه ښې خبرې کول، د مشرانو احترام، پاکې جامې اغوستل، د مور او پلار احترام کول، دا هغه شيان دي چې څوک جنت ته بيايي، مثلاً جنت يو داسې ځای ورته معرفي کړي؛ لکه څنګه چې دی «هلته ښه کورونه دي، ښايسته بنګلې دي چې هر رنګه غمي او رڼاوې پکې دي، شېدې دي، سړی په هوا هر چېرته چې وغواړي تلای شي، مڼې، مالټې، انګور او کېلې يې ډېرې زیاتې خوږې دي، هلته ښایسته ښځې دي چې خوږې سندرې به وايي. کبابونه او رقم رقم پخې غوښې دي…

که ته دا کارونه کوې هلته به دې خدای پاک بوځي، بیا مرګ او درد نه درته راځي.»

دا که څه هم له ماشوتوبه يوه کورنۍ په همدې طریقه ورته ووايي ممکن هغه په ټول ژوند کې د نېک سلوک چلند واوسي، ځکه دې روحيې به يې په شخصيت کې نفوذ کړی وي.

بله دا چې منفي کارونه د دوزخ په وحشي انځور ورته معرفي شي لکه؛ «بدې خبرې، ښکنځلې، يو څوک مړ کول «وژل» د چا له کوره غلا کول، بد فعلي کول، پردۍ نجلۍ ته کتل، لمونځ نه کول، روژه نه نيول، دا ټول کارونه سړی دوزخ ته بیايي.» پسې ورته وويل شي؛ دوزخ لکه تنور داسې ګرم ځای دی، انسان پکې وينې کېږي، سوځي، چيغې به وهي، پر سر به يې جوش اوبه ور توېيږي، لکه اوښان دومره غټ غټ ماران به پکې وي دغه کافران او ګناه‌کاران به چيچي، ټول عمر به پکې ژوندي وي.»

ځکه دا د هغې حقيقې وېرې انځور دی چې يو ماشوم «تنکی» ذهناً له دغو بدو چارو چې ټولنې او فرد ته زیان رسوي ممکن تر ډېره يې دغه روحيه را وګرځوي او په راتلونکي کې يې د دې سبب ګرځي چې له زیاتو جرمونو بې‌غمه شي.

 

***

هغه مجرمان چې د ماشومتوب دوره يې خرابه تېره شوې وي ارزښتونه يې او حدود يې کم پېژندلي وي، تر هغو ډېر بد دي کوم چې وروسته يې د عادت له مخې يې په ځواني کې جرمونو ته مخه کړې وي. بله خبره دا ده چې کلتورونه په دې کار کې زیات شامل دي چې يو کس نه د غلا، نه د قتل، بلکې په جنسي تېريو تورن مجرم جوړوي د پام وړ ده.

هغه کورنۍ چې د ماشومانو پر وړاندې بې‌بندوباره دي مثلاً په يوه خونه کې د ناز په خاطر له ځان سره پرې ايستل، د هغو تر مخ جامې بدلول، د پېغلو نجونو خرابې جامې يا د بدن ديوې برخې لیدل، همدارنګه ماشومان د ناز او لوبو په پلمه ځان سره يوازې کول،  هغه وخت چې ماشوم له تي پرې شي، نيا، ترور، عمه يې په ځينو کورنيو کې خواخوږي او له موره د جلا‌والې په خاطر سينو ته ور نږدې کوي، ممکن له هغه وخته په په جرمونو پيل وکړي.

نو کله چې دوه جنسونه يوازې د دې حقیقت پر اساس واده کوي چې په راتلونکي کې داسې نسل ټولنې ته وړاندې کړي چې ذاتاً سالم، د جوړښت او ودې په لحاظ مناسب او پر خپل وخت وزېږي، له هغه وروسته يې مور خپل غذايي رژيم ته ښه پاملرنه وکړي، کېدای شي يو جوړ سپېڅلی وجود منځ ته راوړي.

همدارنګه له هغه وروسته يې داسې وروزي چې سالمه مفکوره بې‌له کومه دلیله هغه دروغجن نکلونه او فسانې ورته بیان نه‌ شي چې وروسته يې بزدلانه ډارن جوړوي، خو نکلونه او له ژوند سره تړلي حکايتونه يې بیا ذهين روزلای شي چې ډېر ژر يې د مکتب دورې ته رسولای شي.

وروستۍ خبره دا چې هر کله د ماشومانو پر وړاندې که هغه واړه هم وي، بې‌پروايي و نه شي، ځکه ټولنه هغه مجرمان خرابوي چې د شخصيت لومړۍ خښته يې خرابه ايښودل شوې وي؛ نو هغه د عمر لومړي کلونه دي چې انسان له هغه وخته ډېر شيان بې‌له کوم منطق او اساس پرته خپلوي، ښه به دا وي چې ارزښتمن خويونه ور انتقال شي.