دوشنبه , 29 اپریل 2024

پر نفس اعتماد څه ته وایي؟

اعتماد پر نفس پۀ خپل داخلی ځواک کې د اعتماد ، یقین او باور نوم دى . نړۍ چې څومره پۀ تېزۍ سره پر مخ درومی پۀ هماغه اندازه ستونزې زېږوی چې د هغوى امکانی حل پۀ ټولنه کې نۀ تر سترګو کېږی لۀ همدې امله لۀ خود اعتمادۍ ، جرأت او اولوالعزمۍ څخه کار اخېستل پکار دی.

اعتماد پر نفس کوم خارجی عامل نۀ دى چې موږ یې پخپل وجود کې وارد کړو او پر مټ یې خپل کردار کې بدلون راولو ، بلکې دا یو داخلی صنعت دى چې پۀ تدریجی توګه د انسان فطرت کې وده کوی.

انسان چې پخپل ژؤند کې د کومو کامیابیو او ناکامیو سره مخ کېږی لامل یې همدا اعتماد پر نفس دى.

پۀ خود اعتمادۍ سره پۀ کردار کې سکون راځی او د داخلی قوت خارجی اظهار دى.

د اعتماد پر نفس ترکیبی اجزاء :

▪ انسان چې څۀ کول غواړی پر هغه باید پوره علم ولری.

▪د لاسته راؤړلو ممکنې سرچینې باید وپېژنی.

▪ د هغو پۀ رڼا کې پرېکړه وکړی.

▪ خپلې پرېکړې ته عملی جامه واغوندی.

د اعتماد پر نفس ارزښت

پر نفس اعتماد لرل د هر انسان پۀ ژؤند کې اړین دى. پرته لۀ دې انسان کامیابی نشی ترلاسه کولاى.

اعتماد پر نفس ددې باعث کېږی چې قاطع تصمیم ونیسی او د نورو لپاره هم د باور وړ وی.

♡ انسان ځان زړور او پیاوړى احساسوی.

♡ د انسان د پرمختګ باعث کېږی.

♡ موخو ته پۀ رسېدو کې مرسته کوی.

♡ انسان خپل ځان ، خپل خالق او نور انسانان پۀ سمه توګه پېژنی او کولاى شی چې لۀ هغوى سره مخلصانه او صمیمانه اړیکې ټینګې کړی.

د اعتماد پر نفس زیانمنېدو لاملونه

غیر نورماله زېږېدنه.

پۀ لومړیو ۱۴ میاشتو کې د ناروغۍ لرل او د فزیکی دردونو شتون.

د والدینو لخوا د ماشوم غوښتنو ته د” نه“ ځواب.

ماشوم پۀ زور د چا غېږه کې ورکول.

ماشوم سره بدنی تماس نۀ برقرارول.

د ماشوم لۀ تحرک څخه مخنیوى.

ماشوم ته د بېچاره کلمه ورزده کول او هغه بېچاره نومول.

پرله پسې درد او رنځ زغمل.

د والدینو لخوا د اولادونو ترمنځ توپیری چلند.

پۀ کور کې ډېر جنګونه.

د مسوولیت نۀ سپارل او عدم باور.

پرله پسې ماته خوړل.

خپګان کول. Depression

وهل ، رټل او وېرول.

پرتله کول او کم ګڼل.

د اعتماد پر نفس ډؤلونه

۱- رفتاری اعتماد پر نفس : هغه وړتیا ته وایی چې پۀ واسطه یې لۀ ساده کارونو څخه نیولې تر سختو کارونو پورې ترسره کېږی.

۲- عاطفی او احساسی اعتماد پر نفس : هغه وړتیا ده چې احساسات او عواطف پرې پېژندل کېږی او کنټرول کېږی او پۀ مرسته یې د درد ، رنځ او عاطفی صدمو پۀ وړاندې دفاع صورت نیسی.

۳- روحی او معنوی اعتماد پر نفس : دا هغه وړتیا ده چې انسان ته ددې نړۍ خالق او د ټولو مخلوقاتو او موجوداتو پېژندلو او پرې د باور کولو شونتیا وربخښی.

د هغوی ځانګړې چې پر نفس د باور کچه یې لوړه ده

☆ ځان آزاد احساسوی او پرېکړې پخپله کوی.

☆ مسوولیت منونکی وی.

☆ پۀ خپل پرمختګ او لاسته راؤړنو ویاړی.

☆ پۀ ډېرې لېوالتیا سره نویو کارونو ته مخه کوی.

☆ خپل احساس او اند پۀ اسانۍ نورو سره شریکوی.

☆ ناکامی پۀ ښه توګه زغمی او د تجربې پۀ ډؤل یې منی.

☆ پخپلو تېروتنو اقرار کوی او هم ځان محاکمه کولاى شی.

☆ نور خپل اغېزې لاندې راوستلاى شی او خپله هم پوهېږی چې پۀ نورو نفوذ لری.

د هغوی ځانګړنې چې پر نفس د باور کچه یې ټیټه ده

♤ هدف نلری.

♤ لۀ ټولنې وېره لری.

♤ ځان لۀ نورو کم ګڼی او ترې کرکه کوی.

♤ منفی ذهنیت لری.

♤ د پرېکړې کولو ځواک نلری او تل متردد وی.

♤ لۀ نوښتونو او بدلونونو وېرېږی.

♤ تل لۀ ستونزو سره لاس او ګرېوان وی.

♤ګوښه والى اختیاروی او د ژؤند خوند لۀ لاسه ورکوی.

♤ د نورو د کمزورۍ پۀ لټه کې وی.

♤ لۀ نورو سره کلکه علاقه ساتی او روږدی کېږی.

♤ د تېروتنې کولو لۀ وېرې د کوم کار پیلولو جرأت نکوی.

♤ د نورو د نظرونو او نیوکو تر اغېز لاندې راځی.

♤ لۀ خپلو پرېکړو پۀ ډېرې اسانۍ ګرځی.

♤ پخپلو عقایدو پابند نۀ وی.

♤ تل پۀ نورو نیوکه کوی او خپله ملامتیا پۀ بل اچوی.

♤ ځان لۀ نورو سره پرتله کوی او تقلید کوی.

♤ لۀ نورو سره حسادت کوی.

♤ ژر غصه کېږی او لۀ هر څۀ ناراضه وی.

اعتماد پر نفس یوه اکتسابی پدیده ده چې د تمرین ، ریاضت ، لۀ لارې ترلاسه کېداى شی. نو که څوک ځان ناتوانه احساسوی ، د هغوى لپاره ځېنې علمی روشونه شته چې پۀ مرسته یې پۀ خپل وجود کې رامنځته او لوړولاى شی او همدارنګه خپل شخصیت کې مثبت بدلونونه راوستلاى شی.

د اعتماد پر نفس پیدا کولو او لوړولو لارې

♧ تل الله ج پۀ یاد وساتئ ، پۀ قدرت او مرسته یې باور ولرئ او پۀ هر ځاى کې یې حاضر وګڼئ.

♧ تېرې خوږې خاطرې یادې کړئ او ښۀ احساس ولرئ.

♧ خپل ځان سره مینه وکړئ.

♧ د خپلو کارونو مدیریت او مسوولیت پۀ خپله غاړه واخلئ.

♧ خپل ظاهری وضعیت او نظافت ته پاملرنه وکړئ.

♧ پر خپلې وېرې برلاسی شئ او پۀ باور سره ژؤند وکړئ.

♧ ځان مۀ ملامته کوئ او پرې غصه مکوئ.

♧ مؤدبه اوسئ لۀ نورو سره پۀ بد اخلاقۍ چلند مکوئ.

♧ پۀ شونډو تل مسکا وساتئ.

♧ د الله تعالى لۀ نعمتونو نه خؤند واخلئ او شکر ایستونکی اوسئ.

♧ هر کار نظم او ترتیب سره کوئ.

♧ ځان لۀ نورو سره مۀ پرتله کوئ ځکه نور به هم کمزوری شئ.

♧ خپلې روغتیا ته پام کوئ.

♧ خپل ځان تشویق او ستاینه یې وکړئ او لږ تر لږه د هر ښۀ کار د ترسره کولو پۀ پاى کې ځانته ”آفرین“ ووایئ.

♧ لۀ نورو سره تر خپلې وسې مرسته وکړئ.

♧ خپله علمی سویه لوړه کړئ ، مطالعه وکړئ ، علمی صنفونه او علمی کنفرانسونه تعقیب کړئ.

♧ د لوبو توکی مۀ جوړېږئ او انکار پۀ کلکه کوئ.

پخپل وجدان ظلم مۀ کوئ.

♧ د هر چا هر ډؤل تېروتنه وبخښئ او یؤ چانس ورکوئ.

او تل لۀ ځان سره دا جملې تکرار کړئ :

☆ زۀ نېکمرغه یم.

☆ زۀ تر ټولو غوره یم