پر وخت او غوره پرېکړه مو بریا ته رسوي

یوه خبره مو باید په یاد وي، چې د ټولو پرېکړو لپاره باید دقیق فکر وکړئ او په پوره احتیاط سره ګام اوچت کړئ. که مو د ژوند په اړه په پوره دقت سره فکر کړی وي او کلک هوډ او ځانګړې موخې لری، نو بیا د دې لپاره هېڅ دلیل هم نه پاتې کېږي، چې ستاسو ژوند په شا روان دی، تاسو باید پرمختګ وکړئ. پر ډېرو څیزونو فکر کول او په یوه وخت د زیاتو موخو ټاکل تاسو له اصلي موخې ګرځوي او لاره درباندې ورکوي.

هېڅکله هم مه وایئ «له خبریالۍ سره مینه لرم، خو که خبریال نه شوم، معلمي خو کولای شم» نه، دا خبره سمه نه ده، که په زړه کې له لیکوالۍ سره مینه لری، بیا نو په ټوله پیاوړتیا سره هماغه مسیر تعقیب کړئ، له مخې مو هر ډول خنډ لرې کړئ او مخ ته ولاړ شئ، څو بریالي شی. هېڅکله هم د یو کار کولو په اړه دوه زړیتوب مه کوئ. دومره خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ او د ستونزو پر وړاندې ودرېږئ، چې په پای کې درته یوه دروازه خلاصه شي او د هیلو لمر مو ژوند ته رڼا در وبښي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي