پر ورځنیو خبرو د ادبیاتو اغېز

لیکوال: ماهراحسانزی

سره له دې چې د ادبیاتو له اغیز د بشري ژوند یوه برخه هم نه ده پاتې او پر ټولو برخو يې لکه لمر وړانګې خپرې دي .

له ادبیاتوپرته یوه برخه او د ژوند یوه صحنه هم نه ده خلاصه شوې .

دلته مې منظورهغه هنري پنځونې دي، چې پنځګر يې په مختلفو چوکاټونو او ځيلونو کې وړاندې کوي که نه، په ادبیاتو کې خو د ادب له تاریخ رانیولي تر ادبي تذکرې، کره کتنې ګرامر او نورې مهمې برخې هم راځي .

کله چې مونږ یوه لیکنه کوو، فرضآ د ځان په اړه معلومات وړاندې کوو .

دا د ځان په اړه معلومات هم په اسانه له ادبه نه شو ویستلی، ځکه چې هلته بیا معاني، فصاحت او بلاغت هم بې ارزښته کیږي خو دا هم باید په یاد ولرو چې ډېرې ځان پيژندنې په ادب کې هم نه راځي .

دلته خبره د بیان د طرزاو د مفهوم د ارايې ده .

ددې لپاره چې یوه خبره پرخلکو ژر اغیز وکړي، یا ورته تر نورو نا اشنا معلومه شي او یا هم داسې چې لوستونکی د خبرې له اوریدو سره سم د هماغه کیدونکي خبرې ماهیت حس کړي له تصویرونو کار اخلو او وایو چې دا هغه فلانی غوندې غږیږي یا لکه هغه زمونږ د کوز کلي اختر محمد.

دلته د تشبه له برکته مو خبره سمه ورسېده .

پخوانیو که د علم سره د نه اشنايۍ او نه لاس رسی په وجه د شیانو ماهیت نه شو درکولی؛ دا هم ورته ګرانه وه چې پروړاندې يې چوپ پاتې شي .

دوی که لمر لیدلی، که يې اوبه لیدلي نو د خپل عقل سره سم يې هغه پوښتنو ته ځوابونه هم پيدا کړي دي، چې دا له کومه شوي؟

چیرته ځي ؟

کار يې څه دی او د دوی سره يې رابطه څه ده ؟

دوی که داسې نه وای کړی نو د ژوند په دې اوږده سفر کې خو له یوې خوا ځانته و او له بلې خوا به دوی د اصلیت په اړه پيدا شویو شکونو هم ځورولي او دې به هم ارام ته نه پريښودی ، چې فاصله يې ترې اخیستی وای .

دوی مجبور و چې ژوند د یوازیتوب له بلا وژغوري .

همدا د بلا کلمه چې مو ولوسته، تر اوسه مو لیدلې ده ؟

ببو څوک پيژني؟

د کومې ښاپیرۍ د واده وریجې چا خوړلي دي؟

د قاف پر دیوانو مو کله ورمیږونه ور مات کړي دي؟

زه باوري یم چې ځواب به مو نه وي خو په خبرو کې يې استعالوو او داخبرې مو له اسطورو اغیزمنې شوې دي .

اسطورې بیا د ادبیاتو په برخه کې ځانګړې او له خونده ډکه برخه ده ، چې مونږ د تیرې زمانې له تجربو، ژوند او فکرونو سره بلدوي .

ډېر شمېر خلک چې د ادبیاتو ذوق نه لري نو ددې برخې له اغیز او فایدې چورلټ منکردي .

دوی له شاعر او ادیب هم لکه د ترکاڼ او ګلکار په څېر تمه لري، چې کار دې وکړي او ځان ته دې پرې کور، موټر او د اړتیا نور توکي د شوي کار په مزد تر لاسه کړي .

د دوي خبره پرمادیاتو ولاړه ده خو له دې څخه نه دي خبر چې دا مادیات هم د معنویاتو تر ځواکمنیدو وروسته لاس ته راځي .

ادبیا ت د بشر تجربې له یو فرد بل ته لیږدوي، چې د پول حیثیت لري او که همدا سره بیلې تجربې راشریکې نه شي نو له یو لاسه چرته ټک ختلی دی ؟

ادب دی چې د ژوند په نا اندازه شوې نړۍ کې د انسان پوښتنو، اندیښنو او ډارونو ته حل را وباسي .

همدا ادبیات دي چې حتی د خدای له وجود منکر يې بلاخره د هغه پر وجود یقین کړل او د ژوند په څېر د بې وفا ملګري له نیته يې خبر کړل .

تاسې به د ګلګمیش او انکیدو په اسطوره کې لوستلي وي چې د انکیدو په مرګ سره ګلګمیش بلاخره پردې پوه شو چې یو بل ذات شته چې زما زور او پهلواني يې پر وړاندې هيڅ هم نه ده .

هغه ډله خلک چې د انکیدو د مور غوندې د خپلو اولادونو او خواخوږو د تل پاتې ژوند هڅه کوي پوي شوي به وي ، چې له مرګ هیڅ چرته خلاصي نشته .

د ادب بله ګټه همداسې زمونږ پر ورځینو خبرو د اغیز هم ده .

ډېر خلک به مو لیدلي وي، چې ډېر معلومات ورسره وي خو بل ته يې نه شي رسولی او یا ترې اصلي خبره شړیږي .

دوی اصلا د خبرو ځای او سلیقې سره نه دي بلد چې څنګه راسره د خلکو زړه تنګ نه شي او څنګه مې خبرې ګډوډې نه شي؟

مونږ چې د ساینسي پرمختګ په زمانه کې په دې باوري شوي یو چې سیند، غر او بل داسې هر څه د انسان غوندې اندامونه نه لري او نه هم ورنه د انساني کارونو تمه کیدای شي خو په ورځنیو خبرو کې لا هم اورو ، چې د سیند غاړه کې یم، د غرسر ته خیژو او د غره لمنه کې به بانډار وکړو .

دا هماغه د ادبیاتو په برخه کې اسطورې دي ، چې د لومړنیو انسانانو له لوري په خبرو راوستل شوي او خپل عمر يې ورسره تېر کړی دی .

په ادبي او په تېره شعري صنعتونو کې حسامیزې هغه صنعت دی ، چې د یو حس دنده په کې بل ته سپارل کیږي .

د ذایقې حس کار له خوړلوسره دي .

لامسه درته یو شی لمس کوي، چې کلکوالی، نرموالی، تودوخه او سوړوالي يې معلوم شي خو ادبیات بیا د غوږونو کار له خولې اخلي .

نن موسیقي نه اورمه نن موسیقي څښمه

ای پاچا اهنګ راته په جام کې واچوه

پر مونږ چې معمولا د یو چا خبرې ښې ولګېږي نو وایو چې ډېرې پستې او خوږې خبرې دي وکړي ، خو په داسې حال کې چې نه خبرې د لامسې حس په وسیله مونږ لمس کړي او نه مو وخوړې ، چې تر خوړلو وروسته خوږوالی او پیکه والی راته معلوم شي .

دا هماغه د ادبي صنعتونو اغیز دی چې ورځنۍ ژبه مو ورته اړتیا لري .

پورته مو د بلا کلمه یاده کړه که لیدلي مو نه ده نو یو مانا يې راسره داده چې تر شیشکې هم بده، خطرناکه او بد خویه ده .

دا بلا هم زمونږ په ورځنیو خبرو کې په خپل حال نه ده پاتې او د همدې ادبیاتو په زور يې بیخي بله مانا پیدا کړې ده .

مونږ خپل یو ملګري ته داسې څوک معرفي کوو، چې د ډېرو کمالونو څښتن يې ورته وښایو او ددې وخت نه وي چې ورته ووایو:

دا يې کړي ، پردې پوهېږي ، دا يې یاد دي نو لنډ ورته وایو چې بلا سړی دی، چې منظورمو ترې د هغه تکړه توب او هوښیاري وي .

دا بلا تر تکړه توب ورهاخوا پرنوروماناوو هم استعمالوو .

مونږ که د یو شي یا خلکو د ډېروالي خبره کوو نو وایو چې دا بلا خلک دي یا د خدای بلا خلک راغلي و .

په ورځینو ژبو کې چې کلمې په اصلي مانا ډېر ځله استعمالیږي ددغسې غیري اصلي کلمو استعمال ورته له اصیل هنره را وړل شوی دی .

د همدې بلا کلمې بل اغیز چې له ادبه يې زمونږ پر ورځنیو خبرو وکړ ، دادی چې مونږ يې د اطنا ب پرځای له ایجاز سره مخ کړو.

کنايې، تمثیلونه ( منظور مې ورڅخه د تمثیل ادبي صنعت دی ) د خبرو تکرار هم له ادبیاتو ورځنیو خبر و ته راغلې دي .

په خبرو کې د مشر او کشر خیال ساتل، ځای ته په پام سره خبرې کول، د یو چا د قانع کولو، خوشالولو، جلبولو لپاره له متلونو، نکلونو ، ټوکو ، ټپو استفاده د ادبیاتو بل اغیز دی چې پر خبرو مو پروت دی .

ددې او نورو ټولو هغه مواردو چې اصلی دنده يې په ادبیاتوکې ده خو له مونږ څخه په روزمره خبرو کې ویل کېږي راټول پر ښکلاوو، ګټو او استعمال يې خبرې کول به زمونږ ادبیات د منکرانو خولې ور وتړي.