پر ځان څنګه باور زیات کړو؟

ژباړن: حضرت عثمان نوري

 

پر خپل نفس باور کول تاسې لوړ موقف ته رسوي، په پرمختللو هېوادونو کې دګوتو په شمېر خلک شته چې پر ځان باور ته زړه نه ښه کوي، خو ډېری یې بیا پر خپلو وړتیاوو ویاړي. دا چې پر ځان څنګه باور زیات وکړو؟ موږ یې لارې چارې درښیو، تاسې به ځان ته هره ورځ دغه ۲۰ جملې بیا بیا لولئ او د عمل جامه به ور اغوندئ؛ بیا به پر خپل ځان ډېر باور ترلاسه کوئ.

 

۱- زه ښه (مینه ناک) انسان یم.

۲- زه د ښې پریکړې خاوند یم.

۳- زه له خپلو وړتیاوو سره مینه لرم او ویاړم پرې.

۴- زه له هر ډول حالاتو سره مبارزه کولای شم او ترې شاته نه ګرځم.

۵- زه به هڅه کوم، څو هغه خوبونه چې ما لیدلي، ریښتیا یې کړم. (لاس پکار کېږم)

۶- زه ریښتینی او وړ شخص یم.

۷- زه یو رهبر یم.

۸- زه د وخت سره سم او د مثبت بدلون فکر کوم.

۹- زه د احترام یوه بېلګه یم او د هر چا عزت خپل عزت بولم.

۱۰- زما څهره (شخصیت) غښتلی دی.

۱۱- پرته له ناکامۍ بریاوې نه ترلاسه کیږي، نو ځکه ناکامېو ته ښه راغلاست وایم.

۱۲- زه ښه احساس او منطق لرم.

 

۱۳- زه پر ځان شکمن نه یم او هر څه خپله کولای شم.

۱۴- څه چې ترلاسه کوم، خوښي پرې کوم؛ اګر که هغه د یوې خُرما په اندازه لاسته راوړنه وي.

۱۵- مخته مې چې خنډونه او ستونزې پېدا کیږي، نو د حل لاره ورته پېدا کوم.

۱۶- زه بریاوو ته ښه راغلاست وایم او ډاډ ترې اخلم.

۱۷- زه ډار نه کوم او زړور یم.

۱۸- زه چې له هر ډول چیلنجونو سره مخ شم، نو په مُسکا ورسره مخته ځم.

۱۹- زه تؤقف نه کوم او خپلو چارو ته به دوام ورکوم.

۲۰- او زه یو خادم شخصیت یم.