پر چوکیو اوږده ناسته دکلمو دسرطان سبب کیدای شي

د نويو څیړنو له مخي  هغه خلک چي دفترونو کي کار کوي او ت رډیره وخته پر چوکیو باندي کښیني، د لویو کلمي له سرطان سره مخ کیږي.

د امریکا (جورنال اف ایپیډیمولوجي) اداري  اوس اوس یو خبر خپور کړی دي وایی هغه خلک چي تر ډیره وخته پوری پر چوکیو باندي کښیني د هغوي دلویی کلمي د سرطان ناروغي د نورو خلکو په نسبت ۳۰٪سلنه زیات وي.

څیړنو زیاته کړی ده تر ډیره وخته پوری پریوه حال پاته کیدل او کوم بدني تمرین نه کول پرانساني جسم باندي بد اثرات اچوي او د لویی کلمي دسرطان امکانات زیاتوي، دسرطان دناروغیو پوهانو داهم ویلي دي چي دچوکي له ناستي څخه علاو دډیرو غوړیو اوسري غوښی (دپسه اوغوایی دغوښو خوړل هم دسرطان دناروغي امکان زیاتوي.

نن ټکی اسیا