پر ژباړه باور

شک نشته چې پښتو ته ژباړه زیات ارزښت لري، خو پر ژباړل شویو متنونو څومره باور کولای شو؟ پښتو ته ډېری ژباړل شوي کتابونه، علوم او نظریات دوې مهمې ستونزې لري چې لوستونکي باید ځنې خبر وي. ډېری ژباړې دویم لاس دي. تر څنګ یې زیات شمېر دا ژباړې ډېرې ناوخته شوې دي.

د دویم لاس ژباړې مانا دا چې له لومړۍ ژبې عربي، اردو، فارسي یا بلې ژبې ته ژباړل شوې او بیا پښتو شوې دي. اکثریت ژباړل شوي کتابونه چې ما لوستي، که څه هم اصلي کتاب په انګلېسي، روسي یا ترکي وي، خو پښتو ته یا خو له فارسي ژباړل شوي وي، یا له اردو و عربي. د دویم لاس ژباړې ستونزه دا ده چې که، مثلاً فارسي ته سم نه وي ژباړل شوې، په پښتو کې داسې متن خلقېږي چې که لیکوال ته ورسېږي، هغه به هم حیران شي چې ایا دا زما لیکنه ده که یو بل چا هم خپلې خبرې پکې ګډې کړې دي.

د فارسي ژباړو په اړه دا اندېښنه زیاته غبرګه شوې چې له اصلي سرچینې سره یې متن توپیر لري. نه پوهېږم چې دا تشه به په څومره سلنه موجوده وي، حتا که کمه هم وي، جدي نیمګړتیا ده. د بلې هرې دویمې ژباړې په اړه دا اندېښنه پر ځای ده.

یو شمېر ژباړې دویم څه چې درېیم یا څلورم لاس وي. کېمیاګر ناول یې ښه مثال دی. دا ناول له هسپانوي څخه انګلېسي، له انګلېسي فارسي او له فارسي پښتو ته ژباړل شوی. پښتو ته د ژباړل شوي کېمیاګر څو پاڼې مې ولوستې، لکه ګل چې له ګلبوټي وشکېږي، نه تازه‌ګي پکې وه، نه ښکلا و زړه‌راښکون.

بله ستونزه ناوخته ژباړه ده. هغه متنونه چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې لیکل شوي، سل کاله وروسته یې پښتو جامه اغوستې ده. پېغله چې بوډۍ، ناروغه او بې‌سېکه شي، موږ ته سینګار شي. د بوډاتوب دغه ستونزه د نظریاتو په برخه کې ډېره جدي ده. که د فزیک په برخه کې زاړه متون وژباړل شي، ګټه کوو. که د انشټاین د «نسبیت نظریه» د روانې پښتو په توریو وپېيله شي، غوره کار دی، مګر که د «فرویډ» نظریات نن د علمي نظریاتو په توګه پښتو کېږي، سرګردانه کېږو. دا ځکه چې یوازې «پر شخصیت د لاشعور اغېز» په اړه د فرویډ نظریات نن هم پر ځای او د لا پلټنې وړ دي، خو د فرویډ نيورواناليسيس او د ماشوم او سیکس په اړه نظریات د هغه وخت لانجمن، خو په اوس وخت کې ناچله سیکې دي. زموږ په لیکوالو کې ان نن هم ځکه بازار لري چې سل کاله وروسته یې د دې نظریاتو فارسي ژباړه لیدلې، خو دا چې پر وړاندې یې نن کوم نظریات موجود دي، له هغه ممکن نیمه پېړۍ نور هم خبر نه‌شي، ځکه خو نن لګیا دي د ماشوم او سیکس په اړه د فرویډ نظریات پښتو ته ژباړي.

له دې ځایه ده چې د هنري اثارو دویم یا درېیم و څلورم لاس ژباړه کېدای شي د اصلي متن هومره خوږه او کره نه وي. همدارنګه د علم و فکر په برخه کې دا ژباړې د متني کره‌توب تر څنګ، د ناوختي او نه چلښت نیمګړتیا هم ولري. یوه حل‌لاره دا ده چې د ژباړل شویو افکارو له وخته ځان خبر کړو، څنګه چې افکار و نظریات په تېزي نقد او بدلېږي، ځکه نو پر ژباړل شویو هغو دا باور نه دی په کار چې ګوندې اوسني دې وي، لانجمن یا رد شوي دې نه وي.

لیکنه : حميد هڅاند