پر کرېسټیانو رونالډو د پنځو لوبو بندیز ولگېد

پر کرېسټیانو رونالډ، د نړۍ پېژندل شوی فوټبالر، د هسپانيي سوپر کپ پایلوبې کې د لوپڅار پرېکړې پر وړاندې غبرگون ښودلو لپاره امله د پنځو لوبو بندیز ولگول شو.

د یکشنبې په ورځ د نړۍ دوه پیاوړي شخصي لوبډلې بارسلونا او ریال ماډرېد د هسپانيي سوپر کپ پایلوبې کې سره مخامخ شول. د دغو دوو لوبډلو لوبې د نړۍ په کچه تر ټولو احساساتي لوبې شمېرل کېږي چې د نړۍ په کچه میلیونونه کتونکي او مینه‌وال لري.

د لومړۍ پایلوبې دوهمه نیمايي کې رونالډو د لوبې ډگر ته ننوت او څو دقېقو لپاره پیاوړې لوبې او ښایسته گول ترسره کولو وروسته د لوبڅار لخوا ورته سور کارت ورکړل شو.

د لوبڅار دغې پرېکړې ځواب کې چې د فوټبال پوهانو په اند یوه غیر عادلانه پرېکړه وه د نړۍ پېژندل شوی لوبغاړی کرېسټیانو رونالډو غبرگون وښود او لوبڅار ریکارډو ډي برگوس يي ټېله کړ چې له همدې امله د هسپانیي د فوټبال فدراسیون له لوري پرې د پنځو لوبو بندیز ولگول شو.

دغه بندیز څخه وروسته کرېسټیانو رونالډو دوهمې پایلوبې کې چې د چهارشنبې په ورځ به ترسره شي په گډون څلورو نورو راتلونکو لوبو کې گډون نه شي کولای.

کرېسټیانو رونالډو د دغې پرېکړې په خلاف محکمې ته د مراجعه کولو لپاره لس ورځې وخت لري.

رونالډو د لوبو تېر فصل کې روغتیايي ستونزو له امله لوبو کې گډون ونه کړ خو اوس هم یو شمېر روغتیايي ستونزې لري چې له همدې امله د بارسلونا په خلاف د لوبې په ۵۸مه دقېقه کې د لوبې فرصت ورکړل شو.

رونالډو یوه ښایسته ضربې سره خپلې لوبډلې لپاره مهم گول ترسره کولو وروسته خپل کميس وویست چې له همدې امله د لوبڅار له لوري يي لومړی ژېړ کارت ترلاسه کړ.

دوه دقېقې وروسته نوموړی د دوهم گول ترسره کولو هڅه کوله چې د بارسلونا دفاعي لوبغاړی سېمیول امټېټي سره ټکر شو. له ټکر کېډو او غورځېدو وروسته رونالډو د پېنالټي غوښتنه وکړه خو لوبڅار فکر وکړ چې نوموړی له قصده ځان غورځولی او دوهم ژېړ کارت يي ورکړ چې د فوټبال قانون پر بنسټ سور کارت ورکړل شو.

د هسپانيي د فوټبال فدراسیون د پنځو لوبو بندیز سربېره کرېسټیانو رونالډو درې زره او پنځه سوه او د ریال ماډرېډ لوبډله شپاړلس سوه او پنځو امریکايي ډالره جریمه کړل.