د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصصم ویلي چې دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په یو راکټي برید کې درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
مصصم زیاته کړې، چې دا بریدونه د نن ماسپښین شوي دي.
پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې کونړ کې پر هغو ځایونو بریدونه کوي چې د پاکستاني چارواکو په خبره ترهګر ترې پاکستاني پوځ او خاوره په نښه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان پر کونړ د پاکستان د راکیټي بریدونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی، خو چارواکي وایي چې دا بریدونه لا هم روان دي.