پشتو شعر او نوښت!

لیکوال:مصطفی سالک

نوښت لکه د ماشومانو خبرې نه دي هغه نوې وي خو نوښت نه لري نوښت باید له تیرو پنځونو نه سره یو شعري منطق ولري.

نوښتونو ته پام نه دی شوی پخوانیو په بیان کې تشبیه مجاز کنایه څه او څه وموندل په بدیع کې یې په سلګونو صنعتونه وموندل معنوي او لفظي خو اوس د فنونو یو استاد هم د هیچا په شعر کې یو نوی صنعت پیدا نه کړ پوهیږو چې لویه شاعري کیږي خو نه پوهیږو چې دا کومې نوښتي ښکلاوې لري او څه نومونه ورکول په کار دی.نو که یو شمیر اجزا د نوښت مخکینۍ وي او له کلاسیک سره تړاو لري نو بیا نوښت د منلو وړ ګرځي او د نوښت لپاره یو معیار ټاکل کیږي که روایت نه وي نو بیا هیڅ داسې تله نشته چې نوښت دې پرې وتلو.نوښت په شعر کې یو لنډ تنګ میدان نه دی،نوښت په ژبه کې هم کیږي او په مانا کې هم،کله کله د مضون په ادا کې نوښت کیږي،یانې زوړ مضون دی خو له نوي شاعرانه لیدلوري ورکتل کیږي.خونوښت باید د روایت رنګ ولري چې خپله هم روایت شي ګنې هسې خو تش په توره روایتونه نه جوړیږي.انسان بدلون خوښوي غني خان وايي:دا بچی د تغیر دی ** یو حالت کې نه ټینګیږي** نو د انسان ذهن له زړو ښکلاوو دومره خوند نه شي اخستې لکه له یوې نوې نالیدلې هنرې ښکلا یې چې اخلي.نوښت له پیړیو سره تړاو لري او په ځوان وجود کې یې زړه وینه ګرځي.

مکتبي نوښتونه!

له مکتبه مې مقصد د پښتو ادبي شعري مکتبونه دٍي،مکتب له سبک سره دا توپیر لري چې سبک د یوه شاعر ځانګړې لاره وي،خو په مکتب کې ګڼ شمیر شاعران ګډ ادبي ارزښتونه لري. روښانیانو نوښت وکړ پښتو ته یې غزل ورکړ،او د وحدت الوجود په اډانه کې یې نوی مضمون پښتو ادب ته راوړ،د روښانیانو محبوب هر چرته لیده شي،هره جامه اغوندي هر کله او هر چرته محسوسیږي،خو لاس ته نه راځي د انساني مینې رومانس ورسره نه شي،یانې محبوب یې اسماني دي.

مرزاخان انصاري چې د روښاني مکتب یاد شاعر دی د خپل محبوب خد وخال د وحدت الوجود په هنداره کې داسې ویني.

کل حساب د یوه یو دی

یو یې اوپیژاند له چنده

چوړی هر څو رنګارنګ دی

زیب یې څه دی بې مړونده

په هیڅ درد به جدا نه شي

اوس واصل شه بې پیونده

د وحدت پیاله دې نوش کړه

ای مرزا په حال خرسنده

ګورو چې دا محبوب انسان نه دی،او یو اسماني وجود دی،خو تر روښانیانو وروسته د پښتو ادب مبتکر اعظم خوشال بابا دغو ټولو دیوانونو ته شاه واړوله نقد او طنز یې پرې وکړ شاعري یې رنګارنګ کړه،په بحرونو کې یې نوښت وکړ د شعر اسماني او لاهوتي محبوب یې پر انسان بدل کړ یاتې معشوقه یې له اسمانه خپل کټ ته راښکته کړه.

نیمه شپه مې په پالنګ راغله نګاره

پري رویه،عنبربویه،سمنبره

رنګینه جامې اغوستي زرنګارې

سره درسته تجلي وه پا تر سره

سر یې تور،ښیښه په لاس،باده یې څښلې

له مستیه په خپل ځان نه وه خبره

په خندا خندا یې دا ووې وماته

چې و ماوته نظر کړه بې بصره

عاشقان زما د خولې په کلي ډیر دي

بختور یې چې مې ونیوي په غوره

درسته شپه مو سره راز په پالنګ وکړ

د وصال خوښي یې لا نه وه تر سره

چې اواز د موذن د اذان وشو

په سحر له مانه لاړه ناز پروره

دا د خوشال یو داسې نوښت و چې هغه مهال یې د بغاوت مانا لرله، خان خپل نوښت له روایت سره تړي.

په تازه تازه مضون د پښتو د شعر

په معنی مې د شیراز او د خوجند کړ

یانې خوشال که نوښت کوي روایت یې هم په پام کې دی،خپل شعري روایتونه که ورته د منلو وړ نه دي نو فارسي ادبي روایت ورته ارزښتمن دی.

حمزه او نوښت!

مجبوري ده چې څه هم وایو لیکو دا جمله به ورسره تړلې وي چې خوشال خان خټک مثتثنی دی،نور نو تر ډیره زموږ د کلاسیک ادب محبوب چې پښتو وايي نور لباس او کړه وړه یې د فارسي ژبي محبوب دي،ځکه د ښکلا معیارونه او ځانګړتیاوې هم هغه دي چې په کلاسیک فارسي ادب کې یې یو محبوب لري ،دا خبره زموږ د غزل په ارتقا کې تر معاصر مهاله راغله چې حمزه د شعر توغ پورته کړ حمزه شینواري هرڅه لیکلي خو نوښت یې همدا و چې محبوب ته یې پښتون روان ورکړ،د هغې جامه ،عادت،مینه نفرت،انداز کړه وړه او هرڅه یې پښتانه کړه،د حمزه ارزښتمنه شاعري دغه ډول شاعري ده.

ټینګه په وعده نه شوې دا څه چل دی

کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

زه درته په اوږي نظر ګورمه

نن چې ته کچه نه شوې دا څه چل دی

ډیره ګستاخي مې نظر وکړله

ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

لاس مې تیری وکړو خو شکمن شومه

ټکنده غرمه نه شوې دا څه چل دی

هندي مکتب او نوښت!

حمید مومند په پښتو ادب کې د هندي مکتب بنسټګر بلل کیږي،نازکخیالی،مضمون افریني،تخیلي چاپیریال ،دمدعا المثل صنعت ډیره کارونه ،ويي جوړونه او نور د هندي سبک هغه ځانګړتیاوې وې چې حمید ماشوال ورسره پښتو ادب اشنا کړ،حمید تاثر له هندي سبکه واخست خو که ژبه یې وکتل شي نو په اسانه ویلی شو چې حمید مومند د هندي سبک په شاعرانو کې د ژبې تر ټولو لوی استاد شاعر دی چې ښايي بل څوک ورسره په دې ډګر کې د سیالۍ جوګه نه وي،دغه سبک تر یوه ځایه کامګار خټک او علي خان هم پر مخ بوت خو شیدا لوړ پوړ ته ورسو،دغو ټولو په هندي مکتب کې نوښتونه کړي خو که خپله هندي مکتب نوښت وي نو دا نوښت یوازې حمید کړی او بس ،حمید مومند ته هم دا احساس و چې پر نوې لاره یې ګام اخستی ،داسې لاره چې مخکې په پښتو کې نه وه.

چې هیچرې په پارسي کې مونده نه شي

هسې ساز دی حمید ایښی په پښتو کې

فارسیانو د حیرت ګوتې په غاښ کړې

چې حمید سخن سازي کړه په پښتو کې

رومانویت او نوښت:

رومانویت یانې رومانټسیزم هم په ښتو کې یو نوښت و،دغه نوښت په ګڼو شاعرانو کې لیدی شئ خو لوی استازی یې غني خان پاتې شو او ښايي لامل به یې دا چې هغه د روایتي کورنۍ انسان و،که هر څو رومانویت له زاړه ادبه بغاوت دی،خو غني په بشپړ ډول له روایتونو باغي نه دی،دا چې رومانویت کوم نوښتونه پښتو ته ورکړل( رومانټسیزم او غني خان) مقاله کې مو پرې خبرې وکړې.

نوښت په فارم کې شوی او بیا به هم کیږي خو موږ به د موضوع داخلي اړخ ته پام کوو،نوښت باید د ادب د ارتقا برخه وګرځي چې لاندې ترې د ماضي خښته شي او بره د بل نوښت لپاره لاره هواره کړي.

د ادب د ارتقا تاریخ د نوښتونو تاریخ وي د یو شمیر ژبو لیکوالو د ادب ارتقايي تاریخونه لیکلي دي چې په ادب کې څنګه نوی والی راځي،او ادب څنګه په تړلي ډول مخکې تللی دی خو په پښتو ادب کې د تاریخ لیکلو دا دود نه دی لیدل شوی،بویه چې کوم علمي بنسټ د پښتو شعرنوښتي ارتقايي تاریخ ولیکي او دا وښيي چې نوښتونو څنګه نور نوښتونه زیږولي دي،ارواښاد تقویم الحق کاکاخیل ددغه راز یوه تاریخ لیکلو اراده لرله خو وخت چرته ورته وکتل.

د ننګیال نوښت!

د جګړو د لسیزو په پیل کې په افغانستان کې نزدی د ایران د معاصر ادب تر اغیز لاندې په افغانستان کې یو داسې سبک غزونی وکړې چې د رومانټسیزم او ریالیزم یو امتزاج دې دا سبک نوي تشبیهات نوي فورمونه نوی چآپیریال،او نوې ادا لري زه دانه وایم چې ددغه سبک لوی شاعر څوک دی،او وړوکی هغه یې څوک دی،البته که د شعرقوت،او د اثارو د خپریدو نیټو ته ګورو چې اسحق ننګیال ددغه سبک مخکښ ،مبتکر شاعر دی،او که موږ دا خبره ونه کړو راروان خلک به یې وکړي،خو دومره ده چې موږ به ملامت یو ددغه سبک ترکیب جوړونه او تخیلي فضا مخکې تر دې په پښتو ادب کې نه وه لیدل شوې.

د یوه نظم پیل یې دی!

کلونه تیر شول،ځواني مري

او د رنګونو پسرلي

زموږ پر سوي او غریب مالت

ګذر ونکړ

وږمو د ستړي شپون

د څڼو په ځنګلونو کې نڅا ونه کړه

د تورو دښتو د کیږدیو د وریو ژبې

بیا وچې شوې

له ننګیاله مخکې پښتو شعر کې دا انداز نه لیدل کیږي دا یو داسې نوښت و چې مرحوم ننګیال د شعار په زمانه کې په شاعرانه ډول وکړ.

په مضمون کې نوښت!

راځئ وګورو چې څنګه زاړه مضامین نوې جامې اغوندي،او د زمانې له مود سره سم رفتار کوي.

خال عرفاني مانا هم لري،او د مشاهدې پر مهال د حسن د راټولیدو او پر یوې نکتې د تمرکز مانا لري،همدا راز صوفیان په څاڅکي کې سمندر او په خال کې د حسن بشپړ پرتو ویني په دې مانا چې خال د وحدت هنداره ده،خو فکر کوم چې زموږ موضوع د خال عرفاني شننه نه ده،خال د دودیزې ښکلا نښه ده،چې له ورایه نظر جلبوي.

خوشال وايی

په نوبت نوبت مې ولیدې دلبرې

یا د تورو ويښتو عشق و یا د خال

دلته خوشال خان خټک له خپل طبیعت سره برابر د ځمکې له معشوقو سره مینه کوي،تور ويښته او خال یې د معشوقو د ځوانۍ لپاره خوښیدل،یوازې خوشال نه دی،چې خال ورته د مجازي عشق د پارونې نقطه ده،نزدې ټولو کلاسیکو شاعرانو خال ته د خپل ځانګړي عشقي لیدلوري کتلي.

خو یو شمیر پیاوړو شاعرانو دغه زوړ مضون ته نوی رنګ ورکړی دی.دا د هغه مهال بیان دی چې شاعر یوازې خپل محبت ته کتل.خو ګل پاچا الفت خال ته له نوي لیدلوري ګوري زمانه بدله شوه ښځې د ژوندانه هر ډګر ته راووتې،فساد هم خپور شو،او ټولنه سیاسي شوه،دغه مهال فاسد واکمن د ښکلیو ښکار روان ساتي او د تابع کولو لپاره یې د پسول غم هم خوري.الفت صیب چې دغه راز خال ګوري مینه یې پرې نه راځي بلکې خپل شین زړه ته یې پام کیږي،دا زړه چا شین کړی هغه چا چې ښکلې یې په خال پسوللې.

چاچې ایښې دا شین خال ستا په جبین دی

زما زړه هم د هغه د لاسه شین دی

اوس نوښت وګورئ چې یو زوړ مضون څنګه د نوې زمانې رنګ خپل کړی دی.

اوس چې خبره تر الفت صیب ورسیده یوه بله بیګه یې را اخلو،هار څرګند پسول توکی دی،هم ځلا لري هم رنګ او کله کله خو هار بیا شرنګیدلی وي،هار شلیدل د رومان انتها او د رسوايي څرګندونه کوي،خوشال خان خټک وايي:

درسته دې له خپلو نمریو وویستم خوشاله

یو د غاړې هار مې د ګلونو مه شلوه

ښه چې له نمریو ( جامو) یې وویسته د هار غم ولې کوي ځکه چې هار شلیدل رسوايي جوړوي.بله خو لاړ نه شو هار هم زموږ په کلاسیک ادب کې تر ډیره یوازې د معشوقې ښکلا وه،چې مین شاعر به ترې خوند اخست.خو الفت صیب مرحوم هار ته نوې مانا ورکوي،د ښکلې کورنۍ بې وسه ده پلار او ورور یې په خواریو مزدوریو پسې ورک دي او ته په مستۍ کې له یار سره هار شلوی یانې دا ټولنیز حالت نه درکوې او په مستۍ کې دې له خپل یار سره امیل(هار) وشلوه

دلته د مینې د جذبي پر ځای د ټولنیزو لوړو ژورو او توپیرونو داستان بیان شوی دې او په دې توګه یې یو عشقي مضون پر ټولنیز هغه بدل کړی،پراخ کړی یې دی اونوې ساه یې ورپوک وهلی ده.

ورور دې خواري او مزدوري کوي له پلاره سره

تا په مستۍ کې امیل وشکاوه له یاره سره

دغه نوښت دی چې له تیر او راتونکي سره اړیکي پیدا کوي او ذوق له نویو خوندونو سره اشنا کوي.

یو بل مثال،دا چې د غره لمن په کاڼو ډکه ده،دا خبره په فارسي ژبه کې هم شاعرانو کړې راځئ د کاظم خان شیدا بیت وځیرو:

سرزنش به بیا د کوم شوریده کاندي

د کوهسار په دود یې سنګ په دامن راوړ

مضمون بیا عاشقانه دی،وايي چې هغه ښکلي لمن د کاڼو ډکه راوړه بویه چې د کوم شوریده ورځ بدوي.موضوع ځانګړې د مینانو ده،او همدا زموږ د کلاسیک شعر رنګ دی،راځئ اوس وګورو چې درویش دراني ددغې مانا په وسعت کې څومره پراختیا راوستې.

لمن مې ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پرې ولم

په عادتونو کې دا یو عادت د غره لرم زه

یوه خو دا چې د شیدا غر ویشتل کوي او ددرویش یې نه کوي،او همدغه خبره طبیعت ته نزدی ده بله خبره داده چې ددرویش خبره د ماډرن ټولنې ،ولسواکۍ،واک او ځواک خبره کوي،او موږ ته په اوسني عصر کې د واک او ځواک سمه کارونه صبر او تحمل ښييي چې د اوسني انسان او اوسني عصر غوښتنه ده،وايي که غر هم یې که لوړ او دروند هم یې که وسایل هم ولري بې ګناه څوک مه وله،دا اوسني انسان ته د هنر په جامه کې یو لوی پیغام دی نو ویلی شو چې درویش د شیدا په خیال کې نوښت کړی دی نه دا چې بل نوم ورکړو.

وختي نوښت!

که مطالعه پریدم او د خپلې تجربې خبره وکړم،وخت په وخت یو شمیر نوښتونه شوي دي،خو بیرته ایکسپایر شوي دي،دغه نوښتونه یو خو دا چې بې روایته کیدل بله دا چې شعري منطق به یې نه لره یا به یې شعري منطق کمزوری و،دغو شعرونو هیڅ نه لرل خو یو دروغجن پارونکی اثر چې له همدې کبله به د لنډ وخت لپاره بریښنده وځیدل خو د کلونو په تیریدو به یې زنګ ونیو،دا لوبه یوازې له پښتو شعر سره نه ده شوې،په هره ژبه کې چې ارتقايي شاعر ی کیږي تر څنګ یې دغه راز لنډ مهالې شاعرۍ هم کیږي،چې د څو ورځو لپاره یو شاعر مشهوریږي،شاعر باید وخت تیریدونکي او د وخت ژوندي حالات وپیژني،او په هغه څه پورې ونه نښلي چې پارونکي خو بې منطقه دي.