پلازمېنه کابل د نړۍ تر ټولو ککړه هوا درلودونکی ښار وپېژندل شو

د نړیوالې سروې له مخې د ککړې هوا په لړ کې کابل هغه ښار شو، چې د نړۍ هیڅ ښار ترې مخکې والی نلري او لومړۍ مقام یې خپل کړ. کابل بيا په دغه لړ کې د دسمبر په دويمه نېټه لومړی مقام خپل کړی دی، چې نن د دسمبر په دریمه هم په دغه ليسټ کې په سر کې دی. تر کابل وروسته بيا د هند کلکته ښار راغلی دی، چې ډېره ککړه هوا لري. د افغانستان پلازمېنه کابل د روان کال ډېسمبر په دویمه نېټه دغه مقام تر لاسه کړ؛ له کابل وروسته د هند کلته ښار دی، چې یاد دوه ښارونه لومړی او دوهم مقام لري. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هند ډهلي ښار د نړۍ تر ټولو ککړ ښار و، همدا راز د یو څه مودې لپاره بیا د پاکستان لاهور ښار لومړي مقام ته رسېدلی و، چې د ډېرې خرابې او ککړې هوا له امله ښوونځي هم رخصت شوي و. همدا راز د هند په ډهلي کې هم د ډېرې ککړې هوا له امله د څو ورځو لپاره ښوونځي رخصت کړای شوي و او هلته د پاکې هوا يا اکسيجن يو دوکان هم پرانيستل شوی و، چې پاکه هوا يا اکسيجن يې خرڅاوه.