پلاستیک، څومره مضر دی؟

په نړۍ کې د خوراکي او نورو توکو په جوړښت کې ډېرکارېدونکې څیز پلاسټیک دی.

امریکا او کاناډا په کال کې تر ۱۰۰ میلیونه ټُنه زیات پلاستیک تولیدوي. دغه پلاسټیک د کڅوړو، پلاستیکي لوښو او نورو توکو په بڼه کاریږي. په کابل ښار کې په لسګونو دوکانونه پلاسټیکي کڅوړې او پلاسټیکي توکي پلوري. تر ۱۰۰۰ پورې کسان په ښار کې پلاستیکي کڅوړې ګرځوي. ویل کیږي په کابل کې د ورځې تر ۴۰۰ زرو پورې پلاستیکي کڅوړې پلورل کیږي اوشاوخوا پنځه نیم ټُنه پلاستیکي کثافات تولیدیږي.

زموږ ډېری دوکانونه له پلاستیکي او یوځل مصرفه لوښیو او نور دا ډول توکو ډک دي.

په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۷ میلیونه وګړي ژوند کوي. که هر کس په ورځ کې یو پلاسټیک مصرف کړي، ۲۷ میلیونه پلاسټیکونه کیږي. زموږ شودې، مستې، ترکاري، میوه، ډوډۍ، پیاز، کچالو او ټول توکي په پلاستیکونو کې کورونو ته وړل کیږي. اوس خو اوبه او غیر الکولي مشروبات هم په پلاستیکي بوتلونو کې ورکول کیږي، چې د پلاسټیکي کثافاتو کچه یې لا ډېره کړې ده.

پلاسټیکي او نایلوني توکي د تجزیې او ټوټه کېدو وړ نه دي. که اوبو ته ولویږي، یا په ځمکه کې پاتې شي، له ۵۰۰ تر ۹۰۰ کلونو پورې په خپل حال پاتې کیږي. په ډنمارک او ایټالیا کې له ټولو خلکو نه د نایلوني او پلاسټیکي توکو د ویلي کولو په بدل کې ۱۵ سېنټه مالیه اخيستل کیږي.

پخوا به خلکو له ټوکرانو، مزریو او لوخو نه کڅوړې او ټوکرۍ جوړولې. خلکو مېوه او نور توکي په همدې کڅوړو کې راوړل، چې له مصرف وروسته به یې یو شمېر هغه د سون توکو په بڼه سوځولې. دمګړۍ هېڅ ځای د لوخو او مزریو کڅوړې نه موندل کیږي.

څیړنې ښيي، چې یوځل مصرفه توکي د پلي سټایرن او پي وي سي نفتي توکو نه جوړیږي، چې له ۶۵ سانټي ګریډ درجو زیات تودوخه کې له توکو سره یو ځای کیږي او انسان ته زهري او سرطاني ناروغۍ پیدا کوي.

په اوبو کې که تاسې لیدلي وي پر راغونډو شویو پلاسټیکونو کثافات او حشرات هم را ټولیږي. د سمندر او ځمکې ژوي یې په خوراک کې له مرګ سره مخ کیږي. که حیوان مړ شي، له خېټې یې پلاستیک بیا ژوندی راوځي او همداسې تر ۵۰۰ او ۹۰۰ کلونو پورې عمر کوي. ډېر کسان پلاسټیکونه خښوي، په داسې حال کې، چې دا د ځمکې اوبي سرچینو ته زیان رسوي او د تودوخې په ټاکلې درجه کې یې زهرجن توکي له اوبو سره ګډیږي.

په نړۍ کې ددې ستونزې د اواري لپاره اوس له بوټو جوړېدونکي یوځل مصرفه لوښي جوړیږي، چې له درې تر شپږو میاشتو پورې له منځه ځي. د امریکا او اروپا په اکثریت هوټلونو کې همدا ډول لوښي کاریږي.

په اروپايي هېوادونو کې اکثریت معدني اوبه په ښیښه یي بوتلونو کې پلورل کیږي.

د افغانستان روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د پلاسټیکي کڅوړو د مخنیوي کمپاین پیل کړی، خو دا، چې متبادل څیز نه ترسترګو کیږي، د دغه کمپاین د بریالیتوب ډېر کم امکان دی. موږ نه د ټوکرانو کڅوړې لرو، نه ښیښه يي بوتل تولیدوو، نه هم له مزریو او لوخو نه جوړې کڅوړې موندل کیږي. پر دې ټولو دپاسه دا، چې که ښیښه او ټوکران کاریږي، اضافي قیمت یې څه ډول جبران کیږي؟ د توکي پر قیمت اضافه شي؟ حکومت یې تولیدي کمپنیو ته امتیازات ورکړي او که نورې لارې چارې ورته ولټول شي..

همیانۍ ورځپاڼه