پنجشېر ولايت کې د ۱۰۰۰ اړمنو کورنيو سره مرستې پيل شوې

‏د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي او رضاکاران د پنجشېر ولایت په شُتل ولسوالۍ کې کور په کور ګرځېدلي ترڅو ۱۰۰۰ اړمنې کورنۍ ومومي او هرې کورنۍ ته ۱۵۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشي.