پنده ډکه قیصه!

یو سړی په یوه ګاونډۍ ښځه مین شو، سړی پدې هڅه شو چې، په څه چل ښځې ته لار برابره کړي.

یوه ورځ له خپلې میرمنې او ماشومانو سره په چکر د وتلو لپاره تیار شو، دا چکر یې په سیمه کې نږدې غرونو او باغونو ته و، سړي خپلې ګاونډۍ معشوقې ته وویل:

-له کورنۍ څخه دې اجازه واخله، مونږ په چکر ځو ته هم راسره ولاړه شه.

ښځې ورسره ومنله او کور ته ولاړه، هغه هم تیاره شوه او ټول په چکر روان شول.

د غره شنې لمنې ته چې ورسیدل خپلو ماشومانو ته یې وویل:

-ځئ لوبو ته ولاړ شئ او خپلې لوبې کوئ، هغوۍ ولاړل، بیا یې خپلې میرمنې ته وویل:

-هغه پورې بڼ ته ولاړه شه او یو څه میوه راوړه، هغې هم ومنله او ولاړه، اوس نو سړی او ګاونډۍ معشوقه یې سره پاتې شول، سړي ګاونډۍ ښځې ته خپل سپک نیت ښکاره کړ او ورته ویې ویل:

-ما سره زنا وکړه زه به سل دیناره درکړم، ښځه ډېره حیرانه شوه خو؛ فکر یې وکړ چې په کوم چل باید له دې سړي څخه ځان وژغوري؛ ښځې ځان سره وویل:

-د پیسو په بیه به یې بوخت کړم، تر هغې به یې میرمن هم راورسېږي،نو ورته ویې ویل:

-سل دیناره ډیر کم دي، سړي سل دينار نور هم زیات کړل؛ خو ښځې بیا هم انکار وکړ، سړي ورته وویل:

-څومره دينار چې ته غواړې، زه به یې درکړم!

خو دا ځل ښځې مطلق انکار وکړ!!!

دې سره د سړي غوسه زیاته شوه او نیت یې کوه چې، په زور یې ونیسي؛ خو پدې وخت کې یو شپون پرې راپېښ شو، سړی د ځان غلطولو په نیت د شپون خواته ولاړ او ورسره په خبرو شو، په خبرو خبرو کې یې له دې ښځې سره د بدکارۍ په اړه خپله کیسه هم شپونکي ته وکړه.

شپون موسکی شو او ورته ویې ویل:

-ډیر ساده سړی راته ښکاره شوې، دومره پیسې دې ښځې ته ورکوې خو؛ بیا هم ستا خبر نه مني، هغه پورې بڼ ته ولاړ شه، هلته یوه ښځه وه، ما هم په مفته ورسره زنا وکړه، هملته ورشه هم به دې موخه ترلاسه شي او هم به دې پیسې وژغورل شي!!!

آیا پوهېږئ چې هغه ښځه څوک وه چې، شپونکي ورسره زنا کړې وه!؟

-هغه د همدې سړي ښځه وه چې، خاوند یې میوې پسې پورې بڼ ته لېږلې وه!!!

ددې کیسې مطلب:

څوک چې پردي ناموس او عزت ته په سپکه ګوري؛ نو خپل ناموس به یې په سپکو سپک شي، پردیو خویندو او لوڼو ته چې څوک بد نیت لري خپلې لوڼې او خویندې یې خوندي نشي پاتې کیدلای، که غواړئ خپل عزت مو دروند پاتې شي، د نورو عزت ته احترام او درنښت ولرئ.