چهارشنبه , 15 مې 2024

پنـځه خـبرې چـې حافظه مو ور سره ښه کېږي

د تېرو هېرو خاطرو په زړه کولو سره هم یاد یا حافظه ښه کېږي.

ډېری کسان د حافظې یا یاد له کمزورۍ شکایت کوي، کله چې بازار ته د سودا اخیستلو لپاره لاړ شي، هلته یې هېر وي چې څه باید واخلي.

ازموینې ته ښه تیاری ونیسي، خو ځواب لیکلو ته چې کېني، څه یې یاد نه وي، کله یو ملګری له ډېر وخت وروسته وویني، خو نوم یې ترې هېر وي.

له یوې کوټې د کوم کار لپاره بلې کوټې ته لاړ شي، خو هلته ترې هېر وي چې څه پسې تللی دی.

* سګرټ د انسان په حافظه اغېز کوي

* څنګه پر بې خوبۍ او ذهني ناکرارۍ برلاسي شو

ساینسپوهان له څو لسیزو راهیسې د یاد یا حافظې د بهترولو لپاره د لارو چارو د موندلو هڅه کوي.

اوس یوه څېړنه کې داسې څه موندل شوي چې که پلي یې کړو، یاد مو ور سره ښه کېږي.

تېر هېر یاد کړئ

تر ډېره دا خبره کېږي چې پخوانۍ خبرې هېرې کړئ، خو ساینسپوهان وايي، د تېرو هېرو خبرو یادولو سره یاد ښه کېږي.

کله چې موږ پخوانۍ تجربې په زړه کوو، نو یاد مو پیاوړی کېږي، زموږ ذهن کې هغه تجربې پاتېږي او ښه دا ده چې د راتلونکي له فکر سره سره کله کله تېر هم یاد کړو.

انځورونه وکاږئ

د توکو د نوملړ لیکلو په ځای یې انځور جوړول یاد ښه کوي.

کله چې د خرید لپاره بازار ته ځو، تر ډېره د توکو نوملړ جوړوو، خو که د یاد ښه کېدل غواړئ، د توکو د نوم لیکلو په ځای یې انځور جوړ کړی.

څوک چې دا کار کوي، یاد یې پیاوړی کېږي، ان دا داسې لار ده چې د ډیمینشیا ناروغان هم ترې ګټه اخیستلی شي.

* د امتحان پر شپه حتماً خوب وکړئ

* د ښه خوب لپاره شپږ خبرې

ساینسپوهان وايي، کله چې موږ انځور جوړوو نو د همدغه شي د څرنګوالي په هکله ژور سوچ کوو، ځکه یې زموږ دماغ په ښه ډول یاد کې ساتي.

که تاسو دا طریه وازمویئ یاد به مو ور سره ښه شي.

په مناسب وخت ورزش وکړ

ورزش خو په مناسب وخت له یاد سره مرسته کوي.

بیا بیا ثابته شوې چې پرلپسې ورزش یاد بهتروي.

د بېلګې په ډول پرلپسې یا منظمه منډه یاد ښه کوي.

خو اوس څېړونکي وايي، چې د دې منډې لپاره هم سم وخت پکار دی.

خو ساینسپوهان اوس په دې څېړنه کوي چې دا مناسب وخت کوم دی.

دماغ ارام ته پرېږدئ

د هیریټ واټ پوهنتون مایکیلا ډیور په دې هکله څېړنه کړې ده.

هغه وايي، که روغ یا صحتمن کسان د کوم شي له یادولو وروسته وقفه یا ځنډ کوي، نو هغه شی یې ډېر په یاد کې پاتېږي.

ځکه هڅه وکړئ چې له څه لیکلو او لوستلو وروسته ذهن د څه وخت لپاره خاموش کړئ. څه مه کوئ، دا کار در سره د یاد ښه کولو کې مرسته کوي.

د لږ وخت لپاره ویده شئ

ورځ کې یو خل خوب هم ضروري دی.

که د یاد ښه کولو لپاره دا څلور خبرې درباندې درنې پرېوځي، نو دا خبره وازمویئ، هغه دا چې لږ خوب وکړئ.

ډېرو څېړنو ثابته کړې چې کم خوب یا سترګې پټولو سره زموږ یاد ښه کېږي، خو په دې شرط چې چې منظم یا پرلپسې دا کار وکړو.

مطلب دا چې که تاسو د دې خوب عادت جوړ کړئ، نو یاد مو ور سره ښه کېږي.