Trump

پنټاګون د داعش سره د مبارزې پلان سپینې ماڼۍ ته سپارلی

د امریکا دفاع وزارت وايي، له داعش سره يي د مبارزې او ددوی د ماتې لومړنی پلان سپينې مانۍ ته استولی دی.

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جیف دیویس له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي له داعش سره د مبارزې دغه پلان ډیر اړخونه لري، چي له مخې به يي له دغه ډلې سره نه یوازې په عراق او سوریه کي مبارزه کيږي بلکي په ټوله نړۍ کي به دغه ډله تعقیب کيږي.

ټاکل شوې چي امریکا به په خپل نوي پلان کي د عراق او سوريي ځینې مهم ښارونه د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کي دداعش له منګولو خلاص کړي.

له داعش سره د مبارزې ددغه پلان په جوړولو کي د امریکا استخباراتي ادارې او د خزانې وزارت هم برخه اخیستې ده.