پنځمه شپږیزه

ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ

د شپږېزې په نوم د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لیګ د افغانستان د کورني کرکټ په سلسله کې یو مهم لیګ دی چې د کرکټ بورډ په نوښت او د ملي سوداګرو په مالي ملاتړ له ۲۰۱۲ کال را پدېخوا په کابل کې تر سره کېږي. د دې لیګ اساسي موخه په هېواد کې په مسلکي توګه د کرکټ لوبې ترویج، د سوداګریزو لوبو اجرا کولو ته په هېواد کې لاره هوارول، د کرکټ ملي ټېم ته د پياوړو افغان لوبغاړو مشخص کول، په مرکزي، ولایتي او سیمه ییزه کچه د لوبغاړو تشویق، سولې، سالم مصروفیت او له مخدره موادو سره مبارزې ته د افغانستان د ځوان نسل هڅول دي.

د شپږیزې په پنځم لیګ کې برخه اخیستونکي ټېمونه د هغې داوه طلبۍ په ترځ کې د ملي تجاراتو له لوري واخیستل شول چې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د غوايی د میاشتې په ۲۵مه (۱۵ اپرېل ۲۰۱۷ز) نېټه د افغانستان په کرکټ بورډ کې اعلان شوه. د پنځمې شپږیزه په لیګ کې دغه ټېمونه شامل وو:

لومړی: بند امیرښاماران کرکټ ټېم چې کپټان یې ښاغلی راشدخان دی او د پارګون شرکت له لوري په یو نیم میلیون ډالرو اخیستل شوی وو.

دویم: آمو نهنګنان کرکټ ټېم چې لوبډل مشر یې ښاغلی میرویس اشرف وو، د المصافي ګروپ له خوا په ۱۱۰۰۰۰ ډالرو واخیستل شو.

دریم: مس عینک کرکټ ټېم چې کپټان یې ښاغلی محمد نبي عیسی خېل وو، د وزیرزي ګروپ له خوا په ۹۵۰۰۰ ډالرو واخیستل شو.

څلورم: د کابل بازانو کرکټ ټېم چې کپټان یې محمد اصغر ستانکزی وو، د جي پي کمپنۍ له خوا په ۸۹۰۰۰ ډالرو واخیستل شو.

پنځم: بوست ساتونکو کرکټ ټېم چې لوبډلمشر یې ښاغلی شاهپور ځدراڼ وو، د عارف عظیم شرکت له خوا په ۸۰۰۰۰ ډالرو واخیستل شو.

شپږم: سپین غر زمریانو کرکټ ټېم چې کپټان یې ښاغلی شفیق الله شفق وو، د ښاغلي عبدالهادي مسلمیار له خوا په ۶۹۰۰۰ ډالرو واخیستل شو.

د پنځمې شپږه لیګ لوبې

د کرکټ د پنځمې شپږیزه لیګ سیالۍ چې (د الکوزي کولا شپږیزه) په نوم یادېږي او د افغان خصوصي سکټور د ۶ سوداګریزو شرکتونو له لوري ۱۲۵ میلیون افغانۍ پانګونه پرې شوې وه، د ۱۳۹۶ کال د وږي د میاشتې له ۱۹مې څخه د ۱۳۹۶ کال وږي د میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې (۱۰سپټمبر ۲۰۱۷ ـ ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷ز) د کابل د الکوزی په نړیوال سټېډیم کې تر سره شوې چې ۶ ټېمونو ګډون پکې کړی وو. د دې لیګ پایلوبې ته د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک لوبډله او د راشد آرمان په مشرۍ د بند امیر ښاماران لوبډله په وتلو بریالۍ شوې چې په پایلوبه کې د بند امیر ښاماران ټېم د مس عینک ټېم ته په ۴ منډو ماتې ورکړه او د ۲۰۱۷ کال د شپږیزې لیګ اتلولي یې خپله کړه. دغې سلسلې ته چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ او هره ورځ به له ۱۰۰۰۰ څخه زیات مینه وال په کابل کې د الکوزي د کرکټ نړیوال سټېډیم ته ورتلل او مخامخ به یې د لوبې ننداره کوله، د (یک تلویزیون) له خوا په مستقیم ډول د هېواد په داخل او بهر کې خپرېده. د (یک تلویزیون) او د کرکټ بورډ د مسوولینو د وینا په اساس د شپږیزې د پنځم لیګ د سلسلې سیالۍ د افغانستان په داخل او بهر کې لږ تر لږه ۱۹ میلیون وګړو ته د لیدلو وړ وې. د ۲۰۱۷ کال د شپږېزې د سلسلې تر ټولو مهم ټکی دا وو چې دغې سلسلې ته د یو شمېر بهرنیو هېوادونو لکه جنوبي افریقا، آسترالیا، بنګلدېش، سریلانکا، پاکستان، زمبابوې او داسې نورو هېوادونو څخه د ۳۰ په شاوخوا کې د کرکټ لوبغاړي، کمنټټران، لوبڅاران، روزونکي او کارپوهان راغلي وو او د پنځمې شپږیزې په لیګ کې یې ګډون کړی وو چې د ځینو نومونه په دې ډول دي: ډلفورډ له جنوبي افریقا څخه، عبدالرزاق له پاکستان څخه، چتارا، الېستر کېمبل، او سکندر رضا له زمبابوې، جیسوریا له سریلانکا څخه، ډېن جونز له آسترالیا څخه او داسې نور. همدارنګه د دې لوبو بهیر د کرکټ د نړیوالې شورا ICC له خوا څارل کېده او د یادې شورا مسوولینو شپږیزه لیګ د کورني کرکټ په لړ کې د مهمو او بریالیو سلسلو څخه ګڼلې ده. یو بل مهم ټکی چې په دې لیګ کې د زیات اهمیت وړ دی هغه دا دی چې د دې سیالیو په ترځ کې د لوبو د منډو او بریاوو ریکارډ په اتومات ډول د لوبغاړو په حساب کې جمع کېده. د ۱۳۹۶ کال د وږي د میاشتې په ۲۵مه نېټه د شپږیزې د همدې سیالیو ځینې کورني او بهرني لوبغاړي د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني خپل حضور ته و منل، دوی یې د سهار چای ته مېلمانه کړل، له لوبغاړو سره یې ملاقات او سبا ناری وکړ. له لوبغاړو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ملاقات ثابته کړه چې په افغانستان کې د کرکټ ودې ته په ملي، حکومتي او دولتي کچه اهمیت ورکول کېږي او د ۲۰۱۷ کال د شپږیزې لیګ اهمیت نور هم ورسره زیات شو. د شپږیزې د سلسلې د پای لوبې په مراسمو کې چې له پاسه پرې څرخي الوتکو د خوښۍ پاڼې شیندلې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت ګڼ شمېر دولتي مقاماتو ګډون کړی وو چې د سولې د عالي شورا د رییس ښاغلي محمد کریم خلیلي، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس ښاغلی محمد اکرم خپلواک، د کرکټ بورډ رییس ښاغلی عاطف مشعل، د مالیې وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي، د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ښاغلی ویس برمک، په ملي شورا کې د کابل استازی ښاغلی عبدالقادر ځاځی وطندوست، کابل والي ښاغلي حامد اکرم او داسې نورو نومونه د یادولو وړ دي. د سولې د عالي شورا رییس د خپلو خبرو په ترځ کې زیاته کړه چې افغانان لوبغاړي و توانېدل چې په خپلو هڅو سره په کمه موده کې ډېر اوږد واټن ووهي او د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب تر لاسه کړي. همدارنګه ښاغلي خلیلي وویل: «کرکټ لوبه د افغانستان د ولس د ملي یووالي او ورورګلوۍ نښه ده او افغان کرکټ لوبغاړي د سولې سفیران دي.» د دې سلسلې پایلوبې ته د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو شمېر ښځینه ننداره چیانې هم راغلې وې او د خپلې خوښې ټېمونه او لوبغاړي یې تشویقول. باید وویل شي چې د لسګونو زره ننداره چیانو تر څنګ د پنځمې شپږیزه لیګ د پایلوبې مراسمو ته یو شمېر سندرغاړي او هنري څېرې هم راغلې وې چې د ویاند هنرجو او جاوېد امرخېل نومونه د یادولو وړ دي چې د کرکټ لپاره یې خپلې نوې جوړې کړې خوږې سندرې وویلې او د مستو ډولونو په کړنګهار کې د ملي اټن تابیا هم ورته نیول شوې وه. یوه ناوړه پېښه چې د ۲۰۱۷ کال د شپږیزې په ترځ کې رامنځته شوه دا وه چې د ۱۳۹۶ کال د وږي د میاشتې په ۲۲مه نېټه د الکوزي د کرکټ د سټېډیم دروازې مخې ته یو ځانمرګي ترهګر ځان رسولی وو چې د امنیتي ساتونکو له خوا پېژندل شوی وو. مخکې له دې چې له منځه ولاړ شي له بده مرغه چې چاودېدونکو توکو ته یې انفجار ورکړ. د دې ترهګریزې حملې له کبله یو تن امینتي ساتونکی او دوه تنه عام وګړي شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول. باید وویل شي چې دغه ترهګریز برید د لوبې په بهیر ناوړه اغیزه و نه کړه او د پنځمې شپږیزه لیګ سیالۍ د خپل ټاکلي مهالوېش سره سمې او د زیاترو بهرنیو لوبغاړو په شتون کې سره پای ته و رسېدې. د بي بي سي راډیو پښتو وېب پاڼې د شپږیزې د لیګ لنډ انځور په دې ډول را اخیستی دی:

۱.د شپږیزې د پنځم لیګ د سلسلې پایلوبه چې د راشد آرمان په مشرۍ د بند امیر ښاماران لوبډلې او نبی عیسی خېل په مشرۍ د مس عینک لوبډلې تر منځ وشوه، د بند امیر ښاماران لوبډلې د ۴ منډو په توپير وګټله او د همدې سلسلې اتلولي یې خپله کړه.

۲.ښاغلی ظاهر خان په پایلوبه کې ښه و ځلېد او د پایلوبې غوره لوبغاړی شو.

۳.د (چتارا) په نوم باندې د زمبابوې لوبغاړی چې د مېس عینک لپاره یې لوبه کوله د لیګ غوره توپ اچونکی شو.

۴.کریم صادق چې د مس عینک لپاره یې لوبه کوله د شپږیزې د پنځم لیګ غوره لوبغاړی شو.

۵.ښاغلی اصغر ستانکزی چې د کابل بازانو د لوبډلې کپټان وو، د شپږیزې د پنځم لیګ غوره توپ وهونکی شو.

۶.محمد نبي عیسي خېل چې د مس عینک د لوبډلې کپتان وو، د شپږیزې د پنځم لیګ د سلسلې غوره کپتان په توګه اعلان شو.

۷.ځینې افغان زلمي منډه جوړونکي وځلېدل لکه شاهد الله او حضرت الله خو سپېن بالېنګ (ورو تاوېدونکی توپ اچول) تر بل هر ډګر پیاوړی ښکاري.

اخځلیکونه

۱.بي بي سي راډیو پښتو ویب پاڼه

۲.یک تلویزیون د لوبو بهیر

۳.د ولسمشرۍ د دفتر خبرپاڼه

۴.د افغانستان د کرکټ بورډ وېب پاڼه