پنځه هغه کړنې چې ځيرک او کامیاب خلک ناکامۍ ته نږدې کوي

زموږ ټولنه کې زیات خلک په دې عقيده دي چې ځيرک خلک د اول څخه ځيرک او کامیاب وي، خو د دوی دا عقيده غلطه ده. ځکه  ځيرک او کامیاب خلک د ډېرو کوښښونو څخه وروسته دې مقام ته رسېږي چې خلک ورته د یو کامیاب انسان په سترګه ګوري.

 

خو د همدې ځيرکو او کامیابو خلکو څخه داسې کړنې ترسره کېدای شي چې د ناکامۍ لور ته ولاړ شي، چې له دې جملې څخه پنځه مهم او عمده علتونه د مثال په ډول دلته رواړو.

 

١-: دوی داسې فکر کوي چې په هر څه پوهېږي:

 

دوى داسې فکر کوي چې په هر څه پوهېږي، خو نه دا د دوی ډېره منفي او غلطه فکر دی چې دوی ناکامۍ لور ته نژدې کوي. دوی دا هېروي چې د څومره ټيټې کچې څخه په ډېرو کوښښونو او زده کړو دې مقام ته راغلی چې نن نوميالی او کامیاب یادېږي. که هر څومره مالي اړخ او ذهني اړخ څخه جوړ یاست خو داسې فکر مه کوئ چې تاسو په هر څه پوهېږئ، ځکه موږ ته دوه غوږونه او یوه خوله په دې معنا ده چې ډېر واورو او لږ ووایو، نو د ډېرو اورېدو سره موږ نور ډېر څه زده کولای شو.

 

٢-: دوی د هر څه پر وړاندې ځان مستحق ګڼي:

 

دوی دا فکر کوي چې هر ډول امتیاز باید دوی ته ورکړل شي، خو دوی باید دا فکر ولري چې هر امتیاز په سخت کار ترلاسه کېدونکی دی، څومره چې ښه کاکردګي یو انسان کوي هغومره امتیاز لاسته راوړي. نو موږ باید د دې څخه ډډه وکړو چې پر خپل نوم او تېرې کارکردګۍ یو امتیاز ته ځان غلی کړو، بلکې موږ باید د نوي امتیاز ترلاسه کولو لپاره زیات کار وکړو ترڅو ترې برخمن شو.

 

٣-: دوی دا نه خوښوي چې خطر ومني:

 

ځینې وخت ځيرک  خلک په خپله وړتیا تکیا کوي او د خطراتو منلو څخه ډډه کوي، خو دوی دا هېروي چې خطرات نوښتونه منځته راوړي، د خطراتو نه منلو سورت کې دوی نورې ښې موقعې له لاسه ورکوي. د لویو امتیازونو ترلاسه کولو لپاره باید لوی خطرونه ومنل او واخيستل شي.

 

٤-: دوی زیات فکر کوي:

 

څومره چې تاسو ځيرک یاست، همدومره لا زیاتې امادګۍ او ځان جوړونې ته ضرورت لرئ، البته دا ښه خبره ده چې فکرمند واوسئ. زیات فکر کول یوازې مشکلات نه پېدا کوي بلکې داسې لالهاندۍ پېدا کوي چې مخکې تاسو نه وي تجربه کړي. فرصتونه له منځه وړلو ته د زیات فکر کولو څخه بل لوی دوښمن نشته، نو ځيرک خلک باید دې ته توجو وکړي.

 

٥-: دوی د هيجاني یا احساستي ځيرکتیا څخه بې برخې وي:

 

هغه خلک چې زیاتې ځيرکتیا څخه برخمن دي، دوی ته ځینې مهارتونه دومره مهم نه ښکاري چې دا هم د دوی کامیابي د پښو لاندې کوي باید دې ته فکر وشي، چې هر څومره کوچنی او لوی مهارت چې وي خپل ارزښت په خپل وخت کې لري.

 

ليکواله: لولي ډېسکل

 

ژباړه: ریاض احمد شېرزاد