چهارشنبه , 15 مې 2024

پنځه ولایتونو د پنبې حاصلاتو له پلوه غوره مقامونه خپل کړي

د ننګرهار په ګډون پنځه ولایتونو د پنبې حاصلاتو له پلوه غوره مقامونه اخېستي دي، بلخ، کندوز، هلمند، ننګرهار او بغلان هغه ولایتونه دي، چې د پنبې د حاصلاتو له پلوه تر نورو ولایتونو مخکې دي
ننګرهار، هلمند، بلخ، قندوز او بغلان هغه ولایتونه دي، چې د پنبې د حاصلاتو له پلوه په غوره ولایتونو کې راغلي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې سږ کال په ټول هېواد کې له ۷۳ زره ټنه زیاته پنبه یا پخته تولید شوې، چې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد وزارت د ویاند اکبر رستمي په وېنا؛ تېر کال په ټول هېواد کې ۵۷ نیم زره ټنه پنبه تولید شوې وه، چې سږکال د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاته پنبه تولید شوې ده.
رستمي زیاتوي سږ کال په ۱۷ ولایتونوکې په ۴۹ زره او ۳۱۷ هکتاره ځمکه پنبه کښت شوې وه.
بلخ ولایت د ۳۵ زره او سل ټنه پنبې په تولید سره لومړی، هلمند ۱۵ زره او ۹۱۰ ټنه پنبې په تولید سره دوه یم، کندوز د ۳ زره او ۸ سوه ټنه پنبې په تولید سره درې یم، ننګرهار د ۴ زره ، ۸ سوه او ۳ ټنه پنبې په تولید سره څلورم او بغلان د ۳ زره او ۳ سوه ټنه پنبې په تولید سره پنځم مقام خپل کړی دی.