دوشنبه , 29 اپریل 2024

پنځه څيزونه؛ چې دنده ترلاسه کولو کې درسره مرسته کوي

دنده پېدا کول څه اسان کار نه دى او بيا هغه وخت چې يو کس په لومړي ځل په دنده پسې ګرځي، خو که څوک تجربه لري، نو بيا هغوى ته هېڅ ګرانه نه ده، چې په يو ځاى کې دنده ترلاسه کړي.

په اصل کې د يوې دندې په ترلاسه کولو کې ستاسو له ډېرو خلکو سره مسابقه وي، چې دا کار بيا اسان نه وي.

که چېرته ستاسو سي وي په لوستو کې اسانه او له تېروتنو پاکه وي او د اړوند کار په اړه د تجربې تر څنګ پکې ستاسو د ځينو وړتياوو په اړه هم معلومات ورکړل شوي وي، نو بيا دنده ترلاسه کول اسان دي.

دلته پنځه داسې څيزونه درښايو، چې په بېلا بېلو کارونو کې پکارېداى شي او د دندې په ترلاسه کولو کې درسره ډېره مرسته کوي.

 

اډوب فوټوشاپ:

 

که تاسو غواړئ چې څېړنيز يا تخليقي ذهن جوړ کړئ، يعنې که تاسو د انځورونو ايډيټنګ يا هم ګرافيک ډيزايننګ کول غواړئ، نو تاسو ته پکار دي چې په فوټوشاپ کې معلومات ترلاسه کړئ. د فوټو شاپ زده کول ډېر ګران نه دي، له هر يو انسټيټيوټ څخه يې تاسو زده کولاى شئ چې په دې کې انځورونه ايډيټ کول او بېلا بېل ټيکنيکونه زده کړئ، نو د دندې په ترلاسه کولو کې درسره ډېره مرسته کولاى شي.

 

مايکروسافټ ايکسل:

کوم خلک چې په مالي سکتور کې کار کوي، نو هغوى هر وخت خپل کارونه او معلومات د مايکروسافټ ايکسل سپريډ شيټ له لارې ترسره کوي، نو دا ستاسو لپاره مهمه ده چې تاسو د دې پروګرام په باريکۍ پوهه شئ. د دې لومړۍ زده کړه تاسو ډېره په اسانۍ له هر ځاى څخه کولاى شئ، خو بيا وروسته کولاى شئ چې ګرانې فارمولې هم پکې زده کړئ.

 

نړيواله ژبه:

نوې ژبه زده کول څه اسانه خبره نه ده، په اصل کې د نوې ژبې زده کولو لپاره تاسو خپل مازغه بدلوئ، خو بله ژبه زده کول ستاسو وړتياوې نورې هم زياتوي. د بلې ژبې زده کولو سره ستاسو مازغه تېز کار کوي، يادداښت مو ښه کېږي او په يو وخت د ډېرو کارونو ترسره کولو وړتيا پېدا کوئ، خو په ډېرو دندو کې بيا نړيوالې ژبې هم ډېرې مهمې وي.

 

ويب ډيويلپمنټ:

د ويب ډيويلپمنټ په اړه لومړي معلومات ستاسو لپاره ډېر ګټور ثابتېداى شي، حتمي نه ده چې تاسو دې يواځې د ټېکنالوژۍ په برخه کې کار کوئ، دا په هره برخه کې ستاسو وړتيا زياتوي. اېچ ټي ايم ايل، سي ايس ايس او جاوا سکرپټ زده کولو سره ستاسو د دندې ترلاسه کولو چانسونه نور هم ډېرېږي.

 

ورډ پرېس:

که چېرته تاسو د کومې وېبپاڼې لپاره کار کول غواړئ، نو د هغې لپاره دا مهمه ده چې تاسو ته معلومه وه چې د وېبپاڼې وروسته يا شاته بڼه څه ډول کار کوي. کانټيکټ منيجمنټ سسټم يا سي ايم ايس د هرې وېبپاڼې بدل کېداى شي، خو په ورډ پرېس چې تاسې وپوهېږئ، نو بيا درسره دا ډېره مرسته کوي او کارونه مو اسانوي.