پنځه کلونو کې چین ته زرګونه ټنه جلغوري صادریږي

افغانستان به په راتلونکو پنځه کلونوکې ۶۲ زره ټنه جلغوزي چین ته صادر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند جان اقا نوید ویلي، چې چین ته یې په راتلونکو پنځه کلونو کې د ۶۲ زره ټنه جلغوزیو د صادرولو خبره له چینایي لوري، شرکتونو او د افغان سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره وروستۍ کړې ده.

د سوداګرۍ وزارت په وېنا د یادې اندازې جلغوزیو له صادراتو به افغان لوري ته ۲ اعشاریه ۲ ملیارده امریکایي ډالر ګټه په لاس ورشي.

د سوداګرۍ وزارت په خبره اوسمهال افغانستان کې د یو کېلو جلغوزیو بیه درې زره افغانۍ ده؛ خو په بهرنیو بازارونوکې بیا د یو کېلو افغاني جلغوزیو بیه ۶ زره افغانۍ ته رسېږي.

د ننګرهار او لغمان په ګډون له یو شمېر سویل ختیځو ولایتونو جلغوزي ترلاسه کیږي، چې یو کال کې یې د حاصل اندازه ۲۳ زره ټنو ته رسېږي.