پنځوس وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

دفاع وزارت وایي، غور ولایت کې د یو قومندان په مشرۍ ۵۰ تنه وسله وال طالبان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د ملا عبدالقادر په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوه ۵۰ کسیزه ډله له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوې ده.

وسله والو طالبان تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.