په ادبیاتو کې د ښځو ونډه

لیکنه: ګیتي صدیقي

لکه څرنګه چې ښکاره ده، ادبیات زموږ د لرغونې هیواد به ټولنه کې شتون درلود، وده او پرمختیا یې کړې ده. د افغان ټولنې له ودې، بدلون او بشپرتیا بیلابیل پړاوونه یې وهلي دي. نن هم د بدلــون او د ودې په حال کې دی. د يادونې وړ بولم چې د تاریخي بهیر او تکامل په لړ کې د ښځو ادبي ژوند، هڅو او ونډې تل بدلون موندلی دی.

افغانو ښځو د تاریخ په بهیر کې نه یوازې د خپلې ټولنې په چاپیریال، کورنیو، مذهبي مرکـــزونو، دربار ونو او ښوونیزو مرکزونو کې د ادب او پوهې زده کړې په غـــــاړه لري؛ بلکې له دغو زده کــړو نه په اســـتفادې سره یې د افغاني لرغوني کلـــتور او ادبي آثارو د رواجـــولو، ودې او پرمختیـــا په کار کې د شرایطو، امکاناتو او استعدادونو سره سم خپل ښځینه رسالت ترسره کړی دی. په ادبیاتو کې افغانو ښځو ونډه د هغو میندو په څیر دي چې ادبي شعر د زامنو په شان خپلو غیږو کې پالنه ورکوي.

ښځو د ویلو لپاره ډیرې خبرې لري خو له بده مرغه هغوی لا تر اوسه، په عملي ډول د بیــان آزادي نه لري او تل د سړو په مخکې پټه خوله ناستې او تر یوه سخته روحي فشار لاندې شپې او ورځــې تیروي. ان تر دې حده چې د نارینه وو له ډیره ظلمه خـــــپلو بدنونو ته اور اچــــوي او خــــپل ژوند ســـوځوي.

د ادبیاتو له زیږیدلو مخکې ښځې باید به افغاني ټولنه کې ، په ځانکړې توګه په کلـــیو او بانـــــډو کې د خبرې کولو حق ولري. د تذکرې اخیستلو حق، په ټول ټاکنو کې د ګډون حق ولري. خو دا چې اوس خپل ځان له دغو فشارونو نه ژغوري او خپل چاپیریال سره ځان عادتوي چې د دغې موخې د رسیدلو لــــپاره دوی سره ادبیات مرسته کوي.

لنډیز

ښځه د هرې ټولنې نیمه برخه جوړوي. د خدای (ج) له عاطفي مخلوقاتو او انسانانو نه شمـــــیرل کیږي.

ښځه د یوې ټولنې په سالمې روزنې کې ډیره ونډه لري او د نارینو په پرتله ستر مسوولیت ترسره کوي. د نړۍ په هیواد او هره ټولنه کې ښځه د ژوند په بیلابیلو برخو کې له ناریـــنه وو سره څنګ په څنګ او اوږه په اوږه ورځنۍ چارې مخ ته بیایي او ژوند ته ادامه ورکوي. که په یوه سنتي ټولنې کې ښځې ژوند کوي. که نارینه له کور نه د باندې کارونه چې ډیر درانده دي، سرته رسوي او په دې ژوند یې راضــي وي او له خدای شکر ګذاره وي.

همدارنګه که ښـــځه په یوې مدني ټولنـــــې کې ژوند کوي، نو بیا هم له ناریــنه وو سره خوا پخواه په زوغتونونو ې ډاکټرانې وي، په ښونځیو کې معلمانې وي، په پوهنتونونو کې اســـتادانې وي او په نورو دولتي، ملکي او نظامي ادارو کې هم خپله ډنده سرته رسوي او له دې لارې څخه ټولنې ته خدمت کوي او خپل ژوند هم مخ ته بیایي.

په افغاني ټولنه کې، که له پخوا راهیسې په تعلیمي برخه کې ښځې ته ډیره حده بې سوادې پاتـې دي. له دي سره سره بیسوادې ښخې هم داسې شفاهي او فلکوریک ادبیات رامنځته کړي دي، چې هر بیت یې د سرو زرو ټوټه ده.

لغات او اصلاحات: لنډۍ، فلکوریک ادبیات، ویدي او اوستایي، تاوتریخوالۍ

تاریخي بهیر

په ادبیاتو کې دافغانو ښځو ونډه لومړی ځل د ویدا په سرودنو کې ثبت دي. په تاریخي کتابونو کې دا هم په ډاګه شوې ده چې د ریګویدا ځینې سرودنه ښځو تالیف کړې ده.

په ویدي عصر کې ریشي او شاعرې ښځې د ویدي ادبیــاتو د ودې کې مـهم رول درلودل (۲۱:۱). که چیرې د دوی د کلام نمونې تحلیل او و څیړل شي هرو مرو به د دوی د افکارو او ادبي کوښــښونو بیلابیل اړخونه څرګند شي.

د ویدي سرودنو ویونکې ( ریشیان) وو. سربیره په روحاني مقام، ویناکوونکو او د شاعرانو حیثیت یې هم درلوده. ریشیان نر او ښځې ټولنې او پاچاهانو ته د احترام وړ وو( ۲۶:۱).

د دې لپاره چې په ویدي ادبیاتو کې د ښځو ونده روښانه شي، د یو شمیر ښځینـــه شاعرانو یادول اړین بولم.

میرمن پالاد د ویدی عصر نومیالې شاعره ده چې د کلام نمونه یې د ریګویدا په اتم کتاب او ۱۹ سرود کې لیدل کیږي. ( ۹:۳).

ام نور هم دي لکه میون انداني، میرمن زاچي، میرمن سارا او میرمن سوریا چې د دغو شــــاعرانو د سرودونو نمونې په ریګویدا کتابونو کې لیدل کیږي. همدارنګه د ویدي عصر څخه وروسته د اوستا په عصر کې د زردشت لور پورچستیا یوه له پوهو او شاعرو ښځو څخه وه.

په اسلامي دوره کې رابعه بلخي چې په عرب قوم منسوبه وه ددري ژبو د ښځینه شاعرونو څخه وه، چې مولانا عطار په خپل اثر ( الهي نامه) کې د رابعې د ژوند پيښې او دهغې د مینې کیسه پر پنڅوسو بیتونو کې نــــظم کړې ده. د رابعې څخه وروسته میرمن جهان ملکه د سلطان مسعود لور او میرمن مهستي چې په بدخـــــشان کې اوسیدله، بې سارې شعرونه لري.

زرغونه کاکړ هغه ادیبه شاعره او لیکواله میرمنه ده چې د افغانستان د ادبیاتو تاریخ ورباندې ویــاړي. زرغونه په کندهار کې اوسیدله. زرغونه هغه ښځه ده چې د سعدي بوستان یې په پښتو نظم ژباړلې ده لاندې یې بو بیلګه راوړو.

لویي تل په ګفتار نه ده

لوی خبره په کار نه ده

تواضع به دې سر لوړ کا

تکبر به دې تل ځوړ کا

میرمن نیک بخته، بي بي حلیمه، نازو انا د اتل میرویس خان نیکه مور چې ډیر ښکلې شعر لري.

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکې څاڅکې یې له سترګو څڅیده

ما ویل څه دي ښکلې ګله ولې ژاړې

ده ویل ژوند مې دې یوه خوله خندیده

مخفي بدخشي او عایشه افغان چې په عایشه دراني مشهوره ده. د هیواد دسترو شاعرانو څخه ده. دلته یې د شعر یوه ښکلې بیلګه راوړم چې ډیر زیات په زړه پورې ده.( ۳۲:۲)

شفق را لاله ګون دیدم نماز صبح در ګردون

مګر خورشید را کشته که دارد دامن پر خون

همدارنګه افغانې میرمنې په شفاهي ادبیاتو کې هم ونډه درلودله. په خاصه توګه په لنډیو کې د ښځو ونډه چې د دوی شهرت هم نه ده معلومه. (۳:۴)

معاصره دوره

په هیواد کې د ورستیو کې کورنــــیو جګړو سره سره په ادبــیاتو کې د افغــاني میرمــنو ونډه و ودې او پرمختیا په حال کې لیدل کیږي. د نیمګرغۍ ځای دی چې اوس موږ د ادبیاتو به ډګر کې مسلکي، علمي، شاعران او لیکوالان لرو او په دغه برخه کې یې لسګونه کتابونه او بې شمیره علمي او څیړنیزې مــقالې ټولنې ته وړاندې کړي دي. د بیلګې په توګه د څو لیکولانو نوم یادو. لکه میرمن ارین یون، نعیمه غني، شریفه پاڅون، صفیه صدیقي، پروین ملال، شمعه فروزان، وږمه سبا او نور چې د ابیات په برخه کې د ویاړ ډکې ستورې دي.

د ښځو د ادبیاتو په وړاندې پرتې ستونزې

  • د ښځو لومړنۍ غټه ستونزه دا ده چې، ډیرۍ یې نالوستې دي او د علم او پوهې له نعمــــت څخه بې برخې دي. دوی د دنیوي پوهې خو څه د اســــــلامي معلــوماتو نه هم محرومــې دي. دوی د اسلامي چارې ســره میــــــــنه لري خو له بده مرغــه چا ورته د قرآنکریم د زده کړې حق هم نه ورکوي.
  • روغتیا ــ ښځې ته د روغتیا حق هم نه ورکوي. کله چې یوه ښځه ناروغه شي نو دخدای هیلې ته به ناسته وي، نه دارو نه درمل او نه هم ډاکټر.
  • پر یوه ښځه د بلې ښځې ظلم او پرحقونو تیرۍ.
  • په کورنۍ کې فشار او تحدیدونه
  • ښځې په شاعرۍ کې تر ډیره بریده خوله پټې پاتې شوې دي. هغه څه د دوی په فکر او خیال کې ګرځي، نشي بیانولای.

ښځې چې له دغه نه زغمونکو فشارونو او محدودیتونو سره لاس او ګریوان دي، ډیرې هوښـــــیارې هم دي. او د دوی ځرکتیا په دې کې ده چې خپل افکار او نظرونه یې د زمانې د ناوړه دود او دســـــــتور په خلاف په ادبې ټوټې کې دلمر په شان ځلولي.

که نورې لارې پرې دریدلې نو ولسي ادبیاتو ته یې مخه کړې خو آیا دغه ولسي ادب د دوی د ســـــتونزو حل لاره ده؟ او یا آیا دوی ته په ولسي ادب کې د وینا حق ورکول کیږي، چې باید ووایو نه. ځکه چې یوه غټه ستونزه دا ده چې د دوی ټولې ادبي بریاوې نه دي ثبت شوي.

د ښځو په ادبیاتو کې د تاوتریخوالې څخه ګیلې

یو بد فرهنګ چې له پخوا نه تر ننه پورې په افغاني ټولنه کې لا تر اوسه ژوندی دی، د ښځو په وړاندې د نارینه وو لخوا بې انصافي ده. دغه بې انصافي معمولا د پلار لخوا لور سره، د ورور لخوا خور سره او همداسې نورې بې څېښتنه او بې خاونده ښځې، چې په ټولنه کې بې سرپرسته پاتې وي او واک یې د کاکا، ماما او … سره وي.

دوی د دغه ښځو د ښې یا بدې ورځې لپاره قاطع تصمیم نیسي او هر چاته یې چې زړه وي، ودوي یې او یا یې هم په بدو کې ورکوي. پیغله نجلۍ چې د یوې ځوان هلګ په څیر د انتـــــــخاب حق لري، دغه حق ترې اخیستل کیږي او هغه څه چې د یوه ګډ ژوند د پر مخ بیولولپاره په زړه، فکر او په خیـــال کې لري، ټول دغه آرمانونه یې ورته د خاورو سره خاورې کوي.

نجلۍ بیا کله خدای ته دعا کوي او ګیله او شکایت، کله همدغه غمجن راز د خپلو شــــعرونو کې په ډاګه کوي. د سارې په توګه دلته یو څو شعرونه راوړم:

 

په ســــره دوزخ کـــې دې دېــــره شي

کور دې ایره شه چې دې اور ته ونیومه

او یا

ما د زخــــمي زړګي په ویر کې

د وینو اوښکې بهولې ړنده شومه

د ښځو د ونډې ارزښت په ادبیاتو کې

پښتو یوه لرغونې ژبه، خو له بده مرغه فقیره ژبه ده(۱۰:۲)

اوس یې سر را اوچټ کړی. دا ناشــــونې نه ده چې په راتلونکې کې یوه بډایه ژبه ولرو. ښـــځه زموږ د افغاني ټولنې ښایست دي. د ښځو د ادبیاتو سره مینه ، زموږ د هــــیواد له راتلونکې سره مینــــه او د سبا ورځې ادبیاتو ته کلکه پاملرنه ده. نوا پدې برخه کې بې پروایي نه ده پکار.

ښځه هم د ډیر ښه شعري ذوق، ښځینه احساس او وجدان خاونده ده. د بدرنګي او ښایست، ښه او بد لپاره معیارونه او قضاوتونه لري.دوی دنرمو زړونو خاوند دي اود نارینه وو په نسبت ډيرې صادقې، صمیمي اوعاطفي دي مګرله لومړیو څخه تر دي دمه، ددوي شعري او ادبي استعدادونه او هنري مرغـــلرې. د نا پوهو نارینه وو د لنډ فکرۍ قربانې شوې دي. که ښځو ته لږزمینه برابره شي، ډیر په زړه پورې شعرونه به ووایي.

پایلـــــــــــــــــه

د پورتنۍ لیکنې پر بنسټ ویلای شوچې، د افغانې میرمنو ادبي هڅې او کوښښونه پراخې او ګــــټورې دي، خـو کافي نه دي. د افـــغانو میرمنو اندېښــــنې او فکرونه په هره برخــه کې ارزښتمنه ده؛ خو د افغانستان د تاریخ به بهـــیر کې افغانې میرمنې لکه چې په اقتصادي، او سیاسي لحاظ محرومې پاتې شوې دي،همدارنګه په کلتوري اوادبي لحاظ هـــم محرومې دي. باید ووایم چې نن هم په بشپړه توګه له دغه محرومیت څخه خلاصې شوې نه دي.

د دې تر څنګ ښځې کمزورې دي. ځانګړې رواني حالت لري او سخت د سړو مرستې ته اړ دي. دغه د سړو ډنده ده چې خپلو خویندو او میندو ترڅنګ ودریږي او خپل مرسـتې او معلومات له دوی څخه ونسپموي.

د ښځو د ونډې پراختیا لپاره یوازنۍ لاره کار او مبارزه ده چې ټول شاعران او لیکوالان د ښځو د ادبیاتو کار، د خپل ادبي کار یوه برخه وګرځوي.

منــــابع

۱-ساهره، شریفه. (۱۳۷۸) ل.ل په افغانستان کې د ښځو د ښوونې او روزنې تاریخي بهیر. پېښور: د پېښور خپرندوینه ټولنه.

۲- صلاحي، محمد نبي. د ښځو د پرمختک په وړاندې پرتې ستونزې. کابل: د افغانستان د اوسینو ادبیاتو د اووم ملي جشن د مقالو ټولګه.۱۳۹۲کال، ۷ګنه.

۳- غبار، میر غلام محمد.(۱۳۶۷) ه.ش افغانستان به یک نظر. کابل: مطبعه آریانا.

۴- لایق، سلیمان. لنډۍ ها الګوی جهان بیني پشتون ها. کابل: مجموعه مقالات رسانه یی جشنواره مطبوعات، سال ۱۳۹۲، شماره ۷.