سه شنبه , 30 اپریل 2024

په ارزګان ولایت کي د مخامخ نښتې پر مهال ۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي

ددې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي ، برید وسلوالو طالبانو تیره شپه د چنارتو ولسوالۍ په یوه پوسته کړی چي پر مهال یې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د چنارتو ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد نن رسنیو ته ویلي په دغه نښته کي یو پولیس او ۳ وسلوال طالبان وژل شوي.

په نښته کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

وسلوالو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.